1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ۱۴ کلنې نجلۍ شکمن قاتل مهاجر ولي په تېښته بريالی سو؟»

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

د آلمان سياستوالو غوښتنه کړې ده چي د جنسي تېري او شکمن قتل مهاجر د بريالۍ تېښتې لاملونه دي معلوم کړل سي. دغه کس په غلط نوم له آلمان څخه پرواز کړی.

https://p.dw.com/p/2zA8T
Ermittlungen im Todesfall Susanna
انځور: picture-alliance/dpa/Polizei Wiesbaden

د وروستيو راپورونو له مخي په قضيه کي شکمن تورن کس د عراق په شمال کي ځايي چارواکو نيولی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د جمعې په ورځ وويل چي تورن کس د جمعې په سهار وختي ۲ بجو په عراق کې کوردي چارواکو نيولی دی.

د زېهوفر په وينا دا له هغه وروسته چي د آلمان سرحدي پولیسو په دغه قضيه کي له کوردي چارواکو څخه مرسته غوښتې وه. د زېهوفر په وينا آلمان به له نړيوالو قوانينو سره سم، آلمان ته د دغه کس د سپارلو د غوښتني پروسه پېل کړي.

تر دې دمخه د آلمان د ځينو ګوندونو سياستوالو پر دې حيرانتيا ښوولې ده چي د ۱۴ کلني نجلۍ په قتل او جنسي تيري شکمن تورن کس له آلمان څخه په غلط نوم په تېښته بريالی سوی وو. دغو سياستوالو د دې غوښتنه کړې وه چي ټول هغه لاملونه دي معلوم کړل سي چي له کبله يې دغه تېښته ممکنه سوې وه.

پر شل کلن عراقي پناه غوښتونکي علي ب. باندي شک کيږي چي په آلمان کي يې پر ساندرا نومې ۱۴ کلني نجلۍ جنسي تيری کړی او وروسته يې وژلې ده. آلماني سياستوالو دا پوښتنه مطرح کړې ده چي دغه شکمن کس څنګه توانېدلی چي بې له دې چي پوليس يې مخنيوی وکړي له آلمان څخه وتښتي.

پوليس اټکل کوي چي شکمن قاتل علي ب. تيره اونۍ د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه له خپلي کورنۍ سره يو ځای په بل نوم الوتکي ته پورته سوی او تللی دی. اټکل کيږي چي هغه به له خپلي کورنۍ سره يوځای لومړی استانبول او بيا خپل هيواد عراق ته پرواز کړی وي. دغه عراقۍ پناه غوښتونکي کورنۍ د آلمان د ويسبادن د مهاجرو په کمپ کي په بل نوم ثبت وه، خو ټکټونه يې په نورو نومونو رانيولي دي.

له هغه مهاجر کمپ څخه چي علي ب. او کورنۍ يې ژوند کاوه يوه ۱۳ کلن پوليسو ته ويلي دي چي علي ب. ښايي د نجلۍ د قتل او جنسي تيري عامل وي. خو دغه هلک پوليسو ته له هغه وروسته دا معلومات ورکړي دي چي علي ب. تر مخه لا له آلمان څخه وتلی وو. علي ب. تر مخه لا په څو مواردو کي د پوليسو تر توجه لاندي راغلی ؤ. تر ياد قتل او جنسي تيري دمخه لا پوليسو پر هغه شک درلود چي پر يوې بلې ۱۱ کلني نجلۍ يې د جنسي تيري په قضيه کي لاس درلود.

د ټولو پوښتنه: دا څنګه ممکن سول؟

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستول کارستن شنايدر د «بلډ» ورځپاڼي د جمعې ورځي گڼي ته ويلي ول چي چارواکي بايد دا روښانه کړي چي «شکمن څنګه په تېښته بريالی سوی او څنګه د محاکمې له پاره بېرته آلمان ته راوستل کېدلای سي؟»

پوليسو د شکمن کس د نيولو له پاره د دغه کس له انځور څخه کار اخيستی. د سوسيال ديموکرات ګوند بل سياستوال او د کورنيو چارو د جرګه ګۍ وياند بورخارد ليشکا هم پر دغه موضوع له «بلډ» سره خبري کړي دي. نوموړي په خپلو څرګندونو کي د آلمان د کورنيو چارو له وزير هورست زېهوفر څخه غوښتنه کړې وه چي هغه بايد دا يقيني کړي چي له آلمان څخه د وتلو او داخلېدو پر وخت «د کنترول شته ميکانيزم څخه کار واخيستل سي.» بورخارد ليشکا زياته کړې وه چي له شکمن کس سره د «شک وړ اسناد» او د هغه د ګوتو نخښې بايد ددې لامل سوي وای چي سرحدي پوليس وپوهيږي چي يو شکمن کس د تېښتي په حال کي دی.

د مسيحي ديموکرات ګوند سياستوال ارمین شُستر دا پوښتنه کړې ده، دا چي دغه کس تر مخه لا پيژندل سوی وو، ولي پوليسو دغه شکمن کس توقيف کړی نه دی. نوموړي «اوسنابريوکر» ورځپاڼي ته ويلي دي چي څارنوالان بايد په بشپړه توګه د خپلو شته حقونو او امکاناتو څخه کار واخلي.

«خود غرضانه تګلاره»

د دغې قضيې په تړاو تر ټولو جدي غوښتنه مهاجرت ضد د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD) کړې ده. د دغه ګوند شريک پارلماني مشرې اليس وايدل د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چي د دغې قضيې له کبله بايد مستعفي سي.

وايدل پر تويتر په خپره سوې ويديو کي ويلي دي چي د دغې ۱۴ کلنې وژل سوي نجلۍ قضيه «هيڅ يو ړوند تصادف او ناببره پېښه نه ده.» وايدل زياته کړې ده چي د سوزانه وژل کېدنه د انګلا مېرکل له لوري د خود غرضانه تګلارې يوه پايله ده.

د توکمپالنې ضد لاريون

څوارلس کلنه سوزانه د می مياشتي له ۲۲مې نېټي راهيسي لادرکه سوې وه. د هغې مړی د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۷مه نېټه) وموندل سو. د دغې قضيې تر رامنځ ته کېدو وروسته په آلمان کي يو ځل بيا د مهاجرت په تړاو پر سياست او تګلارې تاوده بحثونه راپارېدلي دي. دا په داسي حال کي ده چي له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته تقريبا يو ميليون پناه غوښتونکي راغلي دي.

يو شمېر هغه لوی جرمونه او قضيې چي پکښي په تيرو کلونو کي مهاجر ښکېل ول، د دې لامل سوي چي د مهاجرو په وړاندي ضديت زیات سي. په دې ترڅ کي مهاجرت ضد ګوند AfD هم په دې وتوانېد چي د آلمان پارلمان بُندستاګ ته لاره پيدا او د ۲۰۱۷م کال په ټاکنو کي پارلماني چوکۍ وګټي.