د یوې آلمانۍ د قتل په تور مهاجر په عمري بند محکوم شو
۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د مارچ ۲۲) د فرایبورګ لوړې محکمې د تورن کس سخت جرم تثبیت کړ. له دې کبله حسین ک. د ځوانانو د جزا د قانون له مخې نه، بلکې د لویانو د جزا د قانون له مخې محکوم شو. قاضيانو د حسين سخت جرم ته په کتو سره پريکړه وکړه چي تر ۱۵ کاله بند تيرولو وروسته هغه له بنده راوتل ناممکن دي.
حسین ک. اعتراف کړی وو چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې یې په فرایبورګ کې د شپې یوه ۱۹ کلنه محصله ماریا ال. د بې هوښۍ تر سرحده پورې خفه کړې او تر جنسي تیري وروسته يې د دریزم په سیند کې غرقه کړې وه. دغه محاکمه چې د خلکو د ډیرو توجه وړ ګرځیدلې وه د تیر میلادي کال د سپتمبر میاشتې په سر کې پیل شوی وه.
د حسین ک. د اصلي ځای او سن په هکله معلومات ضد او نقیض ول. د چارواکو په وینا هغه د ۲۰۱۵م کال د نومبر میاشتې پر دوهمه نیټه بې اسنادو آلمان ته راغلی ول. دا چې تورن کس بې له مور او پلاره او یا کوم سرپرسته دې هیواد ته راغلی وو، نو د ځوانانو د چارو د ادارې تر مراقبت لاندي وو او له یوې کورنۍ سره اوسید.
دغه محکوم شوي ترمخه ویلي ول، چې د جرم د تر سره کیدو پر مهال ۱۷ کلن وو. خو وروسته یې بیا پر دې اعتراف وکړ چې د خپل سن په هکله یې درواغ ویلي دي. د تحقیق کوونکو په آند، هغه د جرم پر مهال لږ تر لږه ۲۲ کلن وو.
د رپوټونو له مخې حسین ک. د یونان په کورفو ټاپو کې پر یوې ځوانې میرمني د تاوتریخوالي له کبله په ۲۰۱۳م کال کې په لس کاله بند محکوم شوی وو، خو وخت تر مخه د خاصو ضمانتونو له مخې له زندانه آزاد شو. تر آزادیدو وروسته هغه لادرکه شو او آلمان ته راغی. د کورفو له قضیې څخه آلماني چارواکي خبر نه وو.
عمر او اصلي ټاټوبی لا تر اوسه روښانه نه دی
په دغه محاکمه کې د تورن کس سن یوه محوري موضوع وه. تل ویل کیدل چې هغه افغان دی، خو تر اوسه پورې لا دا خبره روښانه نه ده.
زموږ له آرشیف څخه: