د کښتۍ د غرقیدو له امله د لا درکه کسانو لټون دوام لري
۱۳۹۱ تیر ۲, جمعهد راپورونو په حواله په دغه کښتۍ کې چې د آسترالیا په لور روانه وه ،پکښې ۲۰۰ تنه غیر قانوني کډوال سپاره ول، تیره ورځ د کرسمس جزیرې ته څیرمه په اوبو کې غرقه شوې وه. د چارواکو په وینا تر اوسه پورې ۱۰۹ تنه ژغورل شوي دي.
د آسترالیا د کورنیو چارو وزیر، جیسن کلاره د سکایي نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د نورو ۸۰ تنو د لټون چارې روانې دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې څرخي الوتکو په اوبو کې ځینې پاتې شوني لیدلې دي. د هغه په وینا ژغورونکو په اوبو کې د نورو څو تنو جسدونه هم موندلي دي.
هغه زیاته کړه چې متأسفانه هغه په اوبو کې د ژوندي پاتي شوو کسانو په هکله راپور نه شي ورکولای. هغه زیاته کړه چې موږ باید د نورو ناوړه خبرونو له پاره ځانونه چمتو کړو، ښایي ډیری کسانو ژوند له لاسه ورکړی وي.
ژغورونکو ډلو، ژوندي پاتي شوي کسان د درملنې له پاره د کریسمس جزیرې ته رسولي دي. دغه جزیره چې د آسترالیا ملکیت دئ د اندونیزیا جاوا ته څیرمه پرته ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې دغه کښتۍ د سريلانکا له لارې د آسترالیا پر لور روانه وه. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر له ځایي رادیو سره په خبرو کې ویلي ول چې ښایې په کښتۍ کې سپاره کسان زیاتره افغانان وي.
دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کریسمس جزیرې له شمالي خوا څخه د ناورین او سختو څپو سره د مخامخ کیدو په اړه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.
د کریسمس جزیرې مسئول چارواکي د ABC رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د ژغورل شوو کسانو له ډلې څخه درې تنه په روغتون کې بستري شوي دي او د نورو وضعیت د اندیښنې وړ نه دئ.
شپږ کښتۍ او پنځه څرخي الوتکې د ژغورلو په عملیاتو کې برخه لري. د آسترالیایي چارواکو په وینا دغه عملیات به د شنبې تر ورځې «د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې ۲۳» پورې دوام ولري.
د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې پر دغه پیښه باندې خپله ژوره خواشیني څرگنده کړې ده.
د تیر کال د دسمبر په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې د اندونیزیا څخه د آسترالیا پر لور روانه وه، غرقه شوې وه. په نوموړې کښتۍ چې ۲۵۰ افغانان او ایرانیان سپاره ول یوازې ۴۷ تنه ئې ژغورل شوي ول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم