د کویټ په کنفرانس کې له سوریې سره د مرستو ژمنې
۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سهشنبهکویټ د سه شنبې په ورځ له سوریايي وګړو سره د مرستې د یوه کنفرانس کوربه دی. په دې کنفرانس کې د هغه څه له پاره د مبارزه کولو په موخه چې ورته د معاصر تاریخ تر ټولو لوی بشري ناورین ویل کیږي، مرستي راټولیږي.
د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد الصباح، وویل: «زه خوښ یم چې د کویټ د دولت او خصوصي سکتور له خوا به سوریې کې د بشري ماموریت د تمویل له پاره د ۵۰۰ زرو ډالرو مرستو ژمنه اعلان کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د سوریي د کډوالو او کورنیو بېځایه شويو وګړو بشري وضعیت ډیر خراب دی او لا نور هم د خرابیدو په حال کې دي.
د کویټ امیر د کنفرانس پر مهال وویل: «موږ دلته راټول شوي یو چې د بشر په معاصر تاریخ کې له تر ټولو لوی بشري ناورین سره مبارزه وکړو.»
په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، هم خبرې وکړې. هغه وویل چې اوس د هرو پنځو سوریایانو له ډلې څخه څلور تنه یې په فقر کې ژوند کوي: «د سوریې خلک زموږ د دورې د تر ټولو سخت بشري ناورین قربانیان دي.»
بان زیاته کړه: «د هرو پنځو تنو سوریایانو له ډلې څخه څلور تنه یې په فقر، بیچاره ګي او محرومیت کې ژوند کوي. سوریې د بشري پرمختګ په برخه کې څلور لسیزې له لاره ورکړي دي.» د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه: «د سوریې شاوخوا نیمایي ښځې، نارینه او ماشومان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.»
د کویټ په کنفرانس کې د ۷۸ هیوادونو استازو ګډون کړی دی. تر دې مخکې هم کویټ د سوریې د کډوالو له پاره د مرستو د راټولو کنفرانس کوربه وو چې په کې د میلیاردو ډالرو ژمنه وشوه.