د کنړ په ولایت کې د کانونو او معدن د ریاست لپاره ودانۍ خوړیږی
۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبهد کنړ په ولایت کې د لمړي ځل لپاره د کانونو او معدن د رياست لپاره نوې ودانۍ جوړیږی . یاده ودانۍ به د شپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه او ګټی اخستنې ته وسپارل شي. د دغې کمپلیکس د پروژې مسوول انجینر وایی:
« دا ودانۍ د افغانستان د کانونو او معدن د وزارت لخوا د ۹.۲ میلیونه افغانیو په مالې لګښت په دغه ولایت کې د کانونو او معدن د ریاست لپاره جوړیږی، چی په دوو پوړو کې به لس ادارې خونې او یو میلمستون ولري.»
د کنړ ولایت اوسیدونکي د دغه ودانۍ جوړیدل یو نیک ګام بولې ځکه چی د کنړ او نوروستان ولایتونه ډیر کانونه لري. د دغه ولایت یو تن اوسیدونکې سیدعبدالله وایي:
« دولت باید د دغو کانونو د ساتنې په برخه کې پاملرنه وکړي او جدي ګامونه پورته کړي.»
د یاد ولایت یو تن بل اوسیدونکې محمد بصیر هم د دغې ودانۍ پر جوړیدو خوښې څرګندوي او وایي: « پخوا مونږ دا ډول ودانۍ نه درلودله. دولت باید په دې برخه کې نور هم کار وکړي او د دې ودانې د بشپړلو په برخه کې ډیر زیار وباسي.»
دا په داسی حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کونړ والي سید فضل الله واحدي د کنړ په ولایت کې د بیارغونې په برخه کې د ډیرو ترسره شوو کارونو یادونه کړې وه.
ښاغلې واحدي ویلې وو چې پدغه ولایت کې د بیارغونی په برخه کې ډیرې پروژې پلي شوي دي او ډیر ژر به یې کارونه ترسره او ګټیې اخستنې ته وسپارل شي.
شمع احمدزۍ/ننګرهار
کتونکې/شمس الرحمان ناصر