په کندهار کې چاودني مرگ ژوبله اړولي ده
۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبهپه کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي پيښه هغه تلاښۍ ته نزدې را منځ ته سوې ده چي د ملي امنيت رياست ته تلونکي لاري په سر کي ترسره کیږي.
ويل کيږي چي دغه موترسايکل بم د ملي امنيت د تلاښۍ ځای ته نزدې درول سوی وو او مخکي تر دې چي چاودنه ورکړي د ملي امنيت کارکونکي په خبر سوي ول او د شنډولو پر مهال باندي چاودلی دئ.
د عيني شاهدانو په خبره په پيښه کښي د ملي امنيت يو تن کارکوونکي وژل سوی هم دئ خو د کندهار امنيتي چارواکي د يوه ملکي وگړي تر څنگ د ملي امنيت د دوو تنو کارکوونکو ټپي کېدل مني.
وروسته تر هغه چي د تيري يکشنبې په ماخوستن د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په سيمه کښي د يوه امريکايي عسکر له خوا ۱۶ تنه ملکي وگړي چي ډيری ئې ښځي او ماشومان ول ووژل سول په افغانستان کي يو وار بیا د نا اراميو اندېښنې را پورته سوي دي.
تيره ورځ په کندهار او جلال اباد کښي د پنجوايي د پيښي پرضد سوله ييز لاريونونه هم تر سره سول.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش