د کندهار پوهنتون له پاره د رسنیو مرکز جوړ سو
۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه
د پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت میر توتاخیل ويلي دي چي پلان لري چي د محصلانو د لاښه مسلکي کیدو له پاره د تلویزیون پر دستګاه سربیره د چاپ يوه مطبعه هم چمتو کړي.
توتاخیل وايي، راډيو يې د «پوهنتون ږغ» په نوم خپروني کوي، چي ټولي چاري يې د ژورنالیزم پوهنځی د ځوانو محصلانو له خوا مخ ته وړل کیږي: «زموږ هڅه داده چي دلته د راډیو ترڅنګ د تلویزیون او مطبعې له پاره هم خوني فعالي کړو، څو په رښتیا سره ژورنالیستان مسلکي ټولني ته وړاندي سی.»
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی محصلان هم د یاد رسنیز مرکز په پرانیستل کیدو ډېر خوښ دي. دوی وايي، مخکي يې یوازي په نظري ډول له استادانو څخه د راډیو نوم اورېدلی وو، لیکن اوس به په عملي ډول وویني چي راډیو څه شی ده او څرنګه یو راپور جوړ او خپریږي.
د محصلانو په خبره، دوی غواړي چي یاد مرکز نور هم پراخ او د راډیو ترڅنګ ټلویزیون او د چاپي رسنیو د چمتو کولو له پاره هم ورته موقع مساعده سي.
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي د محصلانو خبري پرځای ګڼي او زیاتوي، چي د کندهار اداره د بیا رغووني ترڅنګ د بیان ازادۍ ته هم ژمنه ده او د همدي ژمنتیا پر بنسټ يې دغه مرکز پرانیست، چي مسلکي ژورنالیستان نور هم مسلکي او په رښتیا سره د بیان له ازادۍ څخه په ګټي اخیستني سره د ټولني خدمت وکړي:
«زه له تاسي سره ژمنه کوم، چي موږ به ستاسي سره همکار یو اوغواړو چي د همدې همکارۍ پر بنسټ په کندهار کي ټولي چاري په منظم ډول مخ ته ولاړي سي.»
شمسي وويل چي دوی هڅه کوي ځوان ژورنالیستانو ته د کندهار په سیمه ییزو رسنیو کي هم د کار زمینه چمتو کړي، څو لا ډيري تجربې ترلاسه کړي.
په کندهار پوهنتون کي د رسنيو مرکز په داسي حال کي جوړیږي چي تردې دمخه په دغه پوهنتون کي یو شمېر نوري رغنیزي چاري بشپړي سوي او پر ځینو لا کار روان دی.