د کندهار پوهنتون تښتول سوي استادان آزاد سول
۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبهد غزني د والي وياند محمد علي احمدي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۲۳مه) رسنيو ته ويلي دي: «يرغمل سوي کسان تيره شپه او د دوشنبې په سهار وختي په سيمه کي د قومي مشرانو او په دغه ولايت کي د سره صليب کمېټې په منځگړتوب آزاد سوي دي.»
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي تائيد کړې ده چي ۳۳ کسان يې آزاد کړي دي.
هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې او دا يې هم نه غوښتل چي ووايي آیا دغه کسان يې د پيسو په بدل کي آزاد کړي که کوم بل څه.
د کندهار پوهنتون ۳۴ تنه استادان او محصلان د جون مياشتي پر ۱۰مه نېټه له کندهار څخه کابل ته پرلاره ول چي د غزني ولايت د اندړو او قره باغ ولسواليو ترمنځ د وسله والو کسانو له خوا برمته سول.
د غزني د والي وياند شفيق ننگ د پيښي په ورځ له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي پر دغه ۲۰۳ ډله موټر باندي چي استادان او محصلان پکښي سپاره ول لوړي فيرونه وسول او بيا پکښي سپاره کسان برمته سول.
په دغه پيښه کي د پوهنتون يو تن استاد ټپي سوی وو او بيا په هغه ورځ د غزني ولايت روغتون ته رسول سوی وو او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښوول سوی وو.
دا چي دغه استادان او محصلان څرنگه ټول په يوه موټر کي سپاره ول او کابل ته روان ول دلايل يې بېلابېل ښوول سوي دي.
د کندهار ولایت د والي ویاند دوا خان مینه پال، په کندهار کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي ول چي برمته سوي کسان چي ډېر یې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی استادان ول خپلو کورونو ته د رخصتیو تیرولو له پاره روان ول.
دا په داسي حال کي ده چي په کندهار کي یوې بلي سرچینې چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي روښانه کړې وه چي دغو استادانو د کندهار پوهنتون له رئیس سره د ستونزو تر پیدا کېدو وروسته اعتصاب کړی وو او کابل ته د لوړو زده کړو له وزير سره د ليدني له پاره روان ول.