1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په چاودنه کي د اماراتو ټپي سوی سفير ومړ

۱۳۹۵ بهمن ۲۷, چهارشنبه

په افغانستان کي د متحدو عربي اماراتو سفير چي څه موده مخکي د کندهار د والي په مېلستون کي په چاودنه کي ټپي سوی وو، د چهار شنبې په ورځ ومړ.

https://p.dw.com/p/2XbJQ
Afghanistan Anschlag in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د متحدو عربي اماراتو د چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کي د خپل سفير د مړيني خبر ورکړی دئ.

د روان کال په جنورۍ مياشت کي د کندهار د والي په مېلستون کي په هغه چاودنه کي چي پخپله د کندهار د والي مرستيال ووژل سو او والي هم پکښې ټپي سو، په افغانستان کي د متحدو عربي اماراتو سفير هم ټپي سوی وو چي وروسته بيا په يوه پوځي الوتکه کي ابوظبی ته انتقال سوی وو.

په دغه چاودنه کي د پنځو عربي ديپلوماتانو په گډون ۱۱ کسان ووژل سول. دغه ديپلوماتان د يوې پروژې د پرانيستلو له پاره کندهار ته تللي ول.

دغه چاودنه چي ويل کيږي تر يوه کوچ لاندي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو موادو له کبله رامنځ ته سوې، تر اوسه پوري ئې علت روښانه نه دئ.

تر دغي چاودني وروسته وسله والو طالبانو په هغې کي لاس لرل رد کړل. افغان وسله وال طالبان په قطر کي يو سياسي دفتر لري او د عربي خلج ځيني هيوادونه ئې ملاتړ کوي.