1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار وروستۍ پيښه په پراخه توگه وغندل سوه

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه تلیفوني تماس کي له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د شپاړسو تنو ولسي خلکو د وژني په اړه خپل خواشيني ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/14JAr
انځور: dapd

اوباما کرزي ته ویلي دي چي دغه سرتیري ته به د قانون له مخي سزا ورکول کیږي.

د يکشنبې په ناوخته ماخوستن د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات سيمه کښي يوه امریکايي عسکر له خپلي قراگاه څخه راوتلي وو او په څلورو کورونو کښي ئې ۱۶ تنه ښځي ماشومان او نارينه ووژل.

ولسمشر حامد کرزي د امریکايي عسکر دا عمل یو جنايت بللی دئ او ويلي ئې دي چي عاملان به ئې ژر تر ژره محاکمه او سخته سزا به ورکړل شي.

هغه د خپل لوی درستیز په مشرۍ یو لوړ پوړي امنیتي څېړندويي ډلي ته حکم کړی دئ چي نن کندهار ته ورشي او د دوو ورځو په ترځ کي خپل راپور تيار او ده ته ئې وسپاري.

کيدای سي دغه پیښه د افغان دولت او امریکا تر منځ له ۲۰۱۴ کال وروسته د ستراتیژیکو اړیکو پر تړون باندي هم سیوری وغوړوي.

د کرزي له دفتر څخه د یوې خپرې شوي خبر پاڼي په يوه برخه کي راغلي دي چي لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان د پټ څاري ادارې مرستیال کټوازی او د چارو د ادارې یوه غړي ته دنده سپارل سوې ده چي د پېښي سيمه له نزدې وګوري او راپورکابل ته واستوي.

دغه راز په دې خبرپاڼه کي د ولسمشر کرزي په حواله راغلي دي:«د امریکايي سرتیري دا جنایت د نه بخښلو وړعمل دئ چې سخت ئې په غوسه کړی یم.»

دا لومړۍ پیښه نه ده چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو له خوا ملکي خلک وژل کيږي، بلکي تر دې مخکي هم پر ودونو او عامو کورونو باندي بمبارۍ سوي دي او وروسته بيا بخښه غوښتل سوې ده چي دا قصدي عمل نه وو.

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي په هغه ښار کي نن ځای ځای تلاښۍ کېدلې او داسي ښکارېده چي حالت بل ډول وي.

خو د بلې خوا د کندهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا په دې پيښي باندي خبر هم نه ول. د هغوی په خبره په پيښو ځکه نه خبريږي چي ټوله ورځ په دې پسي گرځي چي څنگه خپلو اولادونو ته یوه گوله ډوډۍ پيدا کړي.

«تاسي راسئ زموږ حال وگورئ موږ د لوږي مرو دوی وايي طالب درغلی، طالب موږ څه کوو اولادونه مو د لوږي مري دوی د طالب او ديموکراسۍ خبري راته کوي. د خدای روی دئ کارونه راته پيدا کړی وژنی مو مه.»

ميرويس جلالزی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل