د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنه يوه کلنه شوه
۱۳۹۱ مهر ۱, شنبهدغه نندارتون د پنج شنبې په ورځ ناوخته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې د مينه والو پر مخ پرانيستل شو.
په دې اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.
د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې مسئول امان الله درخشان، وايي چې لیدونکي کولای شي چې په دې نندارتون کې خپل د خوښې هنرې توټې راونیسي: «دا زموږ د ښځينه او نارينه ځوانو هنرمندانو لاسي هڅه ده چې نن ئې د خپلې ټولنې د يو کلن کيدو په ویاړ نندارې ته وړاندې کړې دي.»
درخشان له دولت څخه غواړي چې له دوى سره د مسلکي زده کړو په برخه کې مرسته وکړي. د نوموړي په خبره د ټولنې ټول غړي ئې په اماتوره بڼه د هنر ډګر ته راغلي او که مسلکي وروزل شي نو راتلونکې به ئې نوره هم روښانه وي.
مليحه د هغو انځورګرانو له ډلې څخه یوه ده چې په دې نندارتون کې ئې په خپل لاس جوړ کړي ١١ بيلابيل انځورونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
مليحه وايي چې د ټولنې پر زېږو شرايطو سربیره ئې د کورنۍ غړي هم ورسره موافق نه دي چې دا خپل د زړه غږ په انځورونو کې ټولنې ته ښکاره کړي خو په خبره ئې يوه ريښتنې هنرمنده هيڅکله چوپ نه شي پاتيدلاى:
«په دې ترينګلو شرايطو کې موږ خپل هنر له خپلو خلګو څخه نه دئ پټ کړى. زه تل هڅه کوم چې د خپلې ټولنې ناخوالي د انځور په ژبه ولس ته وړاندې کړم او خلګ پوه کړم چې موږ د پوهې په واسطه له دې تورتم څخه ژغورل کيدای سو.»
د دغه نندارتون نندارې ته په لسګونه هنرپاله وگړي راغلي ول. د کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي وویل: «له دغه شان نندارتونونو سره به زموږ روان حالات راتلونکو نسلونو ته د انځورونو په بڼه یادگار پاتې شي.»
د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنې د لومړي ځل له پاره یو کال مخکې د ١٣٩٠کال د غبرګولې په ١٩مه نیټه خپل فعاليت پيل کړ. دا ټولنه د يو مشر او د درو تنو ښځينه غړو په ګډون ۱۱ تنه غړي لري.
محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش