1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د بمباري د څیړنیزې کمیټې کار پای ته ورسید

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

په ۲۰۰۹م کال کې د تیلو پر ټانکرونو د شوی بمبارې د څیړلو لپاره جوړې شوې کمیټې تر دوو کلونو وروسته خپل وروستی راپور تیار کړې خو د پیښې په اړه په راپور کې مختلف نظرونه شتون لري.

https://p.dw.com/p/131Cf
د کندز په بیښې کې د ۱۲۰ څخه ډیر کسان ووژل شو
د کندز په بیښې کې د ۱۲۰ څخه ډیر کسان ووژل شوانځور: picture alliance/dpa

د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر په څلورمه نیټه الماني ډګرمن، ګیورک کلاین، پر هغو دوو ټانکرونو چې د طالبانو له لوري تښتول شوي ول د بمبارۍ امر وکړ. په دغه وخت کې د نږدي شاوخوا کلې خلک د ټانکر تر څنګ موجود ول، تر څو له دغو ټانکرونو څخه تیل یوسي.

د هغوي له جملې څخه چې ډیري یې کوچنیان ول یو شمیر یې د اور په لمبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د المان پوځ وایي چې په دغه پیښه کې ۹۱ کسان ووژل شول او نور ۱۱ تنه ټپیان شول. خو ځیني نور رپورټونه بیا په پیښه کې د وژل شوو کسانو شمیره زیاته یادوي.

په کندز کې دغه مرګوني بمبارۍ نه یواځې د المان پوځ او ناټو وځپله، بلکه د المان په داخل کې هم په یوه سیاسي کړکیچ بدل شو. د دفاع وزیر، د دولت یو لوړپوړي چارواکي او د المان د پوځونو لوي درستیز هم د دغې پیښې په پایله کې خپل مقامونه له لاسه ورکړل. د پیښې وروسته بیا په المان کې د بیښې یوه څیړنیزه کمیټه جوړه شوه چې په هغې کې د دولت او د اپوزیسیون د ګوندونو سیاستمدارانو برخه درلوده.

دغې کمیټې له دوه مخکني وزیرانو، د یو برحاله وزیر، د المان د پوځ لوي درستیز، مامورینو او سرتیرو څخه پوښتنې وکړې. خو کله چې کلاین ګیورګ پارلمان ته د پوښتنو لپاره راوغوښتل شو نو رسنیو ته اجازه ورنکړل شوه. صدراعظمې انګلا میرکل څخه د دغه پلاوې پوښتنې د دوه کلن تحقیق تر ټولو د عوج نقطه وه.

د پارلمان استازو ړ کندز په اړه ۷۹ وارې غونډې وکړي. هغوي غوښتل چې په دې پوه شي چې ډګرمن کلاین ولي د دغې بمبارۍ امر ورکړي ؤ؟ ولې ځیني سیاستمداران او پوځ د دغې وحشتناکه شپې پیښېې پټوي؟ او دا چې د المان پوځ باید د دغه شان غلطیو نه څه نتجه ګیري وکړي؟

دولت او اپوزیسیون د دوو کالونو تر څیړنې وروسته هم په دې ونه توانید چې یوې مشترکې ارزونې ته ورسیږي. د مسیحو دموکراتانو اتحادیه او دموکرات لیبرال ګوند دې پایلې ته ورسیدل چې په دې پیښه کې ډګرمن کلاین محکوم نه کړي، د دوي په وینا کلاین د هغه معلوماتو پر اساس چې موجود ول دغه امر ورکړی.

د اپوزیسنو ګوند هم د کلاین په نه محکومیدو ټینګار کوي خو وایې چې دغه فیصله یو اشتباه وو.

د اپوزیسیون ګوند د ارزونې پر اساس، ډګرمن کلاین باید د وضعې په اړه ښه فکر کړی وای او د ناټو د ماموریت اصول یې مراعت کړې وای.

کلاین او د هغه مشران د دغې بمبارۍ څخه په دفاع کې وایي چې د المان پوځې اډه چې په نږدې سیمه کې وه د خطر سره مخامخ وه. د شنو ګوند او چپي ګوند بیا دغه برید د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د پلټنې په پلاوي کې یواځې په موضوع باندې کار، لمړيتوب نه لاره بلکه ګوندي او سیاسي شخړې هم رواني وې. په پلاوي کې شاملو ټولو ګوندونو پر یو بل بیلابیل تورونه لګول.

نینا ویرک هویزر/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش