1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز جنگ نزدې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځايه کړي دي

محمد صابر يوسفي۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۱, جمعه

په کندز کي له يوې اوونۍ راهيسي د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواک ترمنځ جنگ روان دئ. چارواکو ويلي دي چي د کندز ښار د نژدې سيمو او يو شمېر ولسواليو ډيرو کورنيو د جنگ له ويري په ښار کي پناه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1FIl4
انځور: picture-alliance/dpa

د کندز ښار په يوه بې چته څلور دېوالي کي، د جنگ له ويري راتښتېدلي څو کورنۍ پرتې دي. يوه ښځه چي په تور پوړني کي ئې ځان پېچلي دئ او خپل ځان ناز گل معرفي کوي وايي چي د جنگ له ويري دلته راغلي دي: «له گور تپې څخه راتښتېدلي يو. وږي او بې ځايه يو. نه اوبه پيدا کيږي او نه ډوډۍ. د کور وسايل هم نه لرو. در په دره او له ډيرو ستونزو سره مخامخ يو.»

په کندز ښار کي دغو بې ځايه سوو ته نه يو کمپ نوړ سوی او نه هم کومه اسانتيا ورته برابره سوې ده. هغه څوک چي په ښار کي دوستان لري ستونزه نه لري، خو داسي څوک لکه نازگل بايد تر شنه اسمان لاندي شپې تيري کړي.

د نازگل له کورنۍ سره په دغه بې چته څلور دېوالۍ کي پنځه نوري کورنۍ هم ځای سوي دي. نازگل وايي چي دا ټوله طالبان ول چي راغلل او اور ئې بل کړ: «طالبان راغلل او اور بل سو. موږ له بيري خپل کور پرېښود او دلته راغلو. زموږ اولادونه بېرېدل ژړل يې، موږ مجبوره سو چي له خپل کلي وتښتو.»

له گورتپې څخه ۳۵ کلن محمد امير هم له خپلي کورنۍ سره راوتلی دئ. هغه وايي چي د ځان او کورنۍ د ژوند د ژغورلو له پاره ئې خپل کور، کښت او کرونده پرېښودل او کندز ښار ته را وتښتېد.

هغه وايي: «جنگ بې ځايه کړو. د کښت او کار فصل دئ، غنم نژدې دي چي وچ سي. له دولته غواړو چي ژر تر ژره زموږ سيمه له وسله والو پاکه کړي.»

د کندز ولايت چارواکي دا خبره تائيدوي چي د وروستيو جنگونو له کبله ډيري کورنۍ بې ځايه سوي دي او دوی تلاښ کوي چي مرستي ورته راجلب کړي.

د کندز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې رئيس عبدالسلام هاشم ويلي دي چي دغه ښار ته د دغه ولايت له امام صاحب، علي آباد او چهاردرې ولسواليو او گورتپې سيمي نزدې ۲۰۰۰ کورنۍ کډوالي سوي دي او تر اوسه پوري هيڅ مرسته ورسره سوې نه ده.

خو د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي بيا ويلي دي چي د بې ځايه سوو کورنيو شمېر ۱۸۰۰ ته رسږي او دوی ورته د مرستو راجلبولو په تلاښ کي دي.

جنگ ادامه لري

يوه اوونۍ کيږي چي په کندز کي جنگ روان دئ. هغه ځواکونه چي له کابل او مزارشريف څخه کندز ته لېږل سوي دي عمليات ئې پيل کړي دي.

د کندز چارواکو ويلي دي چي په امام صاحب ولسوالۍ او د دغه ښار په ځنډو کي له وسله والو طالبانو سره ئې په جنگ کي پرمختگ کړی دئ، خو جگړه لا دوام لري.

د کندز چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چي د دغه جنگ له پيل راهيسي نزدې ۱۶۵ ياغيان او د افغان امنيتي ځواک ۲۰ کسان وژل سوي دي. د ملکي تلفاتو په اړه تر اوسه پوري دقيقي شمېرې نه دي په ډاگه سوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب