د کرسمس جشن
۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبهاعلان
د کرسمس تر شپې پوري هر چا د خپل وس سره سم خپلي کورنۍ او ملګرو ته تحفې اخيستي او د کرسمس تر وني لاندي يه ايښي وي. د کرسمس ونه زياتره وخت د ناجو يوه وړه ونه او يا د وني يوه برخه وي چي د کور په يوه کوټه کښي ځای پرځای شوې وي. دغه ونه په خورا مينه سره اوډل سوي وي او رنګارنګ پټۍ او د ګلاس نه جوړ شوي زرين ګروپان پوري ځړول سوي وي. عيسويان وايي چي د کرسمس وخت د پخلايني او ورور ګلوۍ وخت وي.