1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کردانو په مظاهرو کي مرگ ژوبله رامنځ ته سوې

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

په ترکيه کي د کردانو د مظاهرو پر مهال ۱۲ انسانان وژل سوي دي. کردانو غوښتنه کوله چي د اسلامي دولت ډلي پرضد د کوباني ښار ساتني ته دي پاملرنه وسي. دغه ښار له څو اونيو راهيسي کلابند دئ.

https://p.dw.com/p/1DRtu
انځور: picture-alliance/Emrah Gurel/AP Photo

د سه شنبې په ماښام د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کي په زرونو کردان سړکونو او کوڅو ته راووتل. تر ټولو بيا د دغه هيواد په جنوب کي له افراطي مسلمانانو او پوليسو سره اخ و ډب رامنځ ته سوی دئ.

مظاهره کوونکو د ترکيې پر حکومت باندي تور لگاوه چي و سرحد ته ئې نژدې د سوريې د کوباني ښار د سقوط ننداره کوي.

دغه کرد مېشته ښار له څو اونيو راهيسي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تر يرغلونو لاندي دئ. د يکشنبې په ورځ د دغه ښار ځيني برخي د کردانو له مقاومت سره سره دغي افراطي ډلي په خپل کنترول کي راستلې.

د ترکيې پارلمان د تيري پنجشنبې په ورځ د اړتيا په صورت کي په سوريه او عراق کي پوځي عمليات تصويب کړل. خو د لومړي وزير احمت داوت اوغلو، حکومت تر اوسه پوري د دې کار اړتيا نه ويني. ځکه نو د کردانو «HDP» گوند په ټول هيواد کي د احتجاجونو ږغ کړی دئ چي پکښې په زرونو انسانانو گډون وکړ.

په غربي اروپا کي مظاهرې

د رسنيو د راپورونو له مخه په جنوب لوېديځ ښار «دياربکر» کي د افراطيانو او احتجاج کوونکو ترمنځ په وسله واله نښته کي پنځه کسان وژل سوي او تقريباً لس کسان نور ټپيان سوي دي. دغه راز درې کسان په «ماردين» او يو يو کس په «بتمن» او «موس» ښارونو کي وژل سوي دي. پوليسو په ډيرو سيمو کي د احتجاج کوونکو د سره پاشولو له پاره اوښکن مواد کار کړي دي.

کوباني ښار ته د پاملرني په خاطر کردانو د غربي اروپا په ډيرو ښارونو کي هم مظاهرې کړي دي. د سه شنبې په ورځ په سوونو کردانو په بروکسل کي د اروپا پارلمان مخي ته راټول سوي ول.

له هغه وروسته چي له دوی سره د اروپا پارلمان د ډيرو غړو تر خبرو اترو وروسته د پارلمان رئيس مارتين شولڅ، د اسلامي دولت ډلي پرضد د دوی د ملاتړ اعلان وکړ احتجاج کوونکي بيرته د پارلمان ودانۍ له مخي ليري سول.

په هامبورگ کي اخ و ډب

په هامبورگ کي د مظاهرو يوه استثنا هم وه، چي پکښي د کردانو او افراطي مسلمانانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته سو. د پوليسو د يوه وياند په خبره نژدې ۴۰۰ کردان يوه مسجد ته نژدې سره راټول سول، چي هلته بيا تقريباً ۴۰۰ افراطي مسلمانان هم راټول سول. وروسته د دغو دوو ډلو ترمنځ لږ اخ و ډب هم رامنځ ته سو چي پوليسو بيا په اوبو پاشلو سره بېل کړل.

د ترکيې په سرحد سوريې په کوباني ښار کي د امريکا په مشرتوب هوايي بمباريو سره سره اسلامي دولت ډله د پرمختگ په حال کي ده.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله پر کوباني ښار باندي د اسلامي دولت ډلي د تعرضي عملياتو په پايله کي تر اوسه پوري له دواړو اړخونو څخه تر ۴۰۰ ډېر انسانان وژل سوي دي.

کوباني د کردانو وروستۍ سنگر دی چي پخپله ئې دفاع کوي. تروريستي ډلي اسلامي دولت له سپتمر مياشتي راهيسي هلته نژدې ۳۰۰ کلي نيولي دي. شاوخوا ۱۸۵۰۰۰ کردانو ترکيې ته پناه وړې ده.