«د کجکي د دریم تربین د تړلو چارې په ژر پیل شي»
۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبهد دې ولاېت د برېښنا ریاست چارواكي وايي چې د كجكي په ولسوالۍ کې به د اوبو پر بند باندې د برېښنا ریاست له لوري دريم تربين ډیر ژر وتړل سي. د هلمند ولاېت د برېښنا رئیس اهل الله عبيدي، وايي چې د كجكي څخه نیولی تر لښكرګاه او د كندهار ولایت پورې دغزيدلي لېن د ترميم كار عملا پيل سوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کجکي د بند د ترمیم په اړه څو څو وارې د چارواكو له لوري ژمنې سوي خو لا تر اوسه د دې تربين د تړلو كار نه دى پيل سوى.
د عبیدي په وینا د دريم تربين د تړلو له پاره لازم سامانونه درې كاله وړاندې كجكي ته وروړل سوي دي، خو د امنيتي ستونزو له امله يې د تړلو چارې نه دي تر سره شوي.
پر دغه پروژه ۱۸۰ ميليونه امريكايي ډالر لگښت راځي چې د امريكا متحده ايالاتو د پرمختيايي اداري لخوا وركړل سوي دي.
په هلمند کې چارواكي د برېښنا د ډيرویدو خبر وركوي، خو د لښکرګاه ښار اوسيدونکي بیا د بريښنا د ناسم ويش څخه شکایت کوي.
د برېښنا ریاست چارواكي وايي چې د کجکي په بند كي د اوبو د كموالي له امله دولس ميګاواټه برېښنا توليديږي چې ډيره برخه يې د كندهار او شمالي ولسواليو خلك مصرفوي، خو لښكرګاه ته درې ميګاواټه برېښنا رسيږي چې د خلكو ستونزې نه سي هوارولای.
د هلمند ولایت د برېښنا ریاست چارواکي وایي چې د دریم تربین د تړلو او د غځیدلې لیني شبکې ترمیم به په راتلونکو دوو کلونو کې سر ته ورسیږي. د چارواکو په وینا د دغه تربین په فعالیدو به د برېښنا تولید له ۳۳ میگاواټه څخه ۵۱ میگاواټه ته لوړ شي.
مجتبی محمدي/هلمند
کتونکی: سید ریاض