1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کتالونيا کړکېچ له کبله خلک کوڅو ته په راوتو دي

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

په ټوله هسپانيا کې د کتالونيا د بېلتون پلويان او مخالفين د اوونۍ په پای کې مظاهرو ته راوځي. په دغه کړکېچ کې د هسپانيې حکومت بيا د نړيوالو له خوا منځګړيتوب او وساطت هم ردوي.

https://p.dw.com/p/2lPzs
Spanien Barcelona Flaggen
انځور: Reuters/J. Nazca

د مادريد او بارسلونا تر منځ د خبرو اترو او ديالوګ پر پلويانو باندې غږ شوی دی چې د هېواد د ښارواليو مخې ته سره راټول شي. د مادريد او بارسلونا تر منځ د مخامختيا او کلکو دريځونو له کبله دغې مظاهرې ته بلنه بې نومه ورکړل شوې وه چې ډېرو خلکو يې بيا هم پلويتوب کړی دی. د چېنج ټکی ارګ په نوم ويبپاڼه کې د شنبې تر سهاره پورې تقريبا ۹۰۰۰ انسانانو راغلی متن لاسليک کړی دی. هلته راغلي دي چې «هسپانيا د خپلو مشرانو په نسبت غوره ځای دی». 

په ټولو هسپانويانو باندې پکې غږ شوی دی چې د شبنې ورځې په غرمه په سپينو جامو کې د ښارواليو مخې ته سره راټول شي او سپين ټوکر هم له خپلو کورونو څخه وځړوي. په ورته وخت کې به د هسپانيې د يو ځای والي د پلويانو د «هېوادپالنې مارش» د مادريد په مرکز کې تر سره شي. په بارسلونا کې بيا د نوبل د جايزې ګټونکی، ماریو وارګاس للوسا غواړي چې د يکشنبې په ورځ په دغسې يو ورته لاريون کې ګډون وکړي. هغه د کتالونيا له خوا د خپلواکۍ هڅه يوه «ناروغي» بللې ده او له يوې «بلې بوسنيا» څخه يې خبرې کړې وې. 

راتلونکې اوونۍ به خپلواکي اعلان شي؟

داسې ښايي چې د کتالونيا سيمه یز پارلمان کېدای شي راتلونکې اوونۍ له هسپانيې څخه بېلتون او خپلواکي اعلان کړي. د دوشبنې په ورځ پلان شوې د پارلمان يوه ناسته د هسپانيې د عدلي څانګو له لوري منع شوې ده. بله ناسته اوس د سه شبنې د ماښام له پاره ټاکل شوې ده. خو دا چې د کتالونيا صدراعظم، کارلېس پويجدېمونت به پکې خپلواکي هم اعلان کړي يا يوازې د خپل حکومت نور تدابير به معرفي کړي، لا څرګنده نه ده. د ورځې پر اجنډا باندې يوازې «اوسنی سياسي وضعيت» ذکر شوی دی. په رفرنډم کې ۹۰ سلنې برخوالو له هسپانيې څخه د بېلتون په طرف رايې وکارولې چې په رای اچونه کې د خلکو ګډون ۴۳ سلنو ته رسېده.  

هسپانيا نړيوال منځګړيتوب ردوي

د کتالونيا د سيمه يز حکومت له خوا هغه غوښتنې چې کړکېچ دې د نړيوالو منځګړو په واسطه حل شي، د هسپانيې د حکومت له لوري رد شوې دي. د هسپانيې د بهرنيو چارو وزير، الفونسو داستيس د «دېر شپيګل» خبري مجلې ته وويل: «د هسپانيې حکومت بايد حقوقي دولت د داسې يوه سيمه يز حکومت څخه وژغوري چې قصد لري کودتا تر سره کړي.»

له دې کبله هغه د نړيوال منځګړيتوب خبره «بې فايدې» وبلله. د دې له پاره چې د خپواکۍ اعلان ته جواب ووايي، د ده په وينا د ماريانو راخوی مرکزي حکومت «په کافي توګه حقوقي امکانات» په لاس کې لري. په دې موخه به د مادريد په پارلمان کې اساسي قانون ته د وفادار ګوندونه سره همغږي شي. داستيس د «شپيګل» په حواله دا هم ويلي دي چې «حکومت دې ته لېواله دی چې د ټولو ممکنو حل لارو او اصلاحاتو په هکله خبرې وکړي.» 

که کتالونيا له هسپانيې څخه جلا شي، نو دا به د داستيس په خبره د يورو د ساحې له پاره هم يوه ستونزه وي. خو دا به بيا دويم برېکسيټ نه وي، ځکه چې، کتالونيا د خپلواک دولت په توګه به هيڅوک په رسميت ونه پېژني. په پای کې د هسپانيې د بهرنيو چارو وزير د کتالونيا په کړکېچ کې د هسپانيې له پاره له اقتصادي پايلو څخه خبرداری ورکړ.