د کابل ښار د پاکولو هڅي بيا پيل سوي
۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبهپه پلازمېنه کابل کي چي گويا شاوخوا شپږمليونه وګړي پکښي ژوند کوي اوس دا ګرانه ده چي د پينځو دقيقو د تګ واټن حتي په نيم ساعت کي ووهل شي.
پر دې سربيره امنيتي کانکريټي ديوالونه چي د يو شمېر وزارت خانو او مهمو بهرنيو او کورنيو ادارو مخ ته ايښودل شوي د هغو د ليري کولو او د تګ را تګ پر مخ د لارو د پرانيستلو کار هم پيل شوی دئ.
دا په تيرو څو کلونو کي لومړی ځل دئ چي د دغو خنډونو د ليري کولو له پاره پوليس، ملي امنيت او د ملي دفاع وزارت تر څنګ د ترافيکو مديريت هم په يو مياشتنی گډ کمپاين کي برخه اخلي.
نن د ښار له ډيرو برخو کانکريټي ديوالونه او لاس پلورونکي ټول، او له ښاره ليري شمال پلو يوې دښتي ته انتقال شول.
د مخابراتو وزارت مخ ته پر عام واټ ايښودل شوي په لسګونه کانکريټي ديوالونه نن د پوليسو په ځانګړو لاريو موټرو کي بار او له ښاره وايستل سول.
د کورنيو چارو وزير دغه ګام د ښار د پاکوالي او په ورته وخت کي د تګ را تګ له پاره د سهولتونو د رامنځ ته کولو په خاطر ډير مهمه وباله.
جنرال بسم الله محمدي وويل، چي دوئ به په ښار کي پس له دې ځانګړي تمځاينونه د موټرو له پاره ولري او پر دې سربيره هيڅ نه شي کولاي چي د پخوا په څير بې اسنادو موټر او يا هم موټرسايکل وچلوي.
د کابل د ترافيکو لوي ريس جنرال همدرد د وينا له مخي، دوئ دا وار په پوره قوت او د ولسمشر په دستور په لاس پلورونکو او خنډ جوړونکو پسي پښې لوڅي کړي او هيڅ يو ځواک به د دوئ د هڅو مخ ته د خنډ په جوړولو و نه توانيږي.
د کابل وروستيو حالاتو ته په کتو سره حکومت پر داسي مهال د ښار د تصفيه عمليات پيل کړي چي تيره سه شنبه په دغه ښار کي خونړۍ حمله وشوه چي ګڼه مرګ ژوبله يي واړوله.
د امنيتي ادارو مشران وايي که چيري ښاري نظم موجود وي ترهګر نه شي کولای ښار ته ننوزي ځکه هغوئ په ګڼه ګوڼه کي د پوليس ځواک له ډيري بوختيا څخه ناوړه ګټه اخلي او خپلو موخو ته ځانونه رسوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل