د کابل په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل سوي
۱۳۹۶ بهمن ۷, شنبهد افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نن ورځي (د جنورۍ میاشتې ۲۷) ځانمرګي برید په پایله کې په لسګونو انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغان چارواکو په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۳ انسانان وژل شوي او تر ۱۵۱ ډیر ټپیان دي.
ویل کیږي چي چاودیدونکي توګې په يو امبولانس موټر کي ځای پر ځای سوي ول. د عیني شاهدانو په حواله ځانمرګي بریدګر هغه امبولانس ډوله موټر ته چې په چاودیدونکو توکو بار وو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته نږدې د یوې امنيتي پوستي تر څنګ انفجار وکړی دی.
په عيني حال کي وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده. دغې وسله والې ډلې يوه اونۍ تر مخه پر انټرکانټيننټل هوټل د وسله وال بريد پړه هم په غاړه اخيستې وه.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني و ياد خبري آژانس ته ويلي دي چي يو امبولنس موټر پوستې ته نژدې سو او وروسته چاودنه رامنځ ته سوه. هغه ويلي چي تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر انسان پر مځکه پراته ول.