د کابل په واوره کې د «ووشو» تمرین
په کابل کې د «ووشو شائولین» کلب زیاتره غړي تر شل کلنۍ کښته نجوني دي. له رزمي ورزشونو سره د افغان مېرمنو لیوالتیا زیاته شوې ده. د هغوی د ځينو انځورونه دلته کتلای سئ.
د «ووشو شائولین» کلب ښځینه غړي په پلازمېنه کابل کې د تپې پر سر تمرین کوي. له ښي اړخه لومړی کس سیما عظیمي ده. (انځوريز راپور د دويچه ويله فارسي څانگه)
د «ووشو شائولین» کلب زیاتره غړي هغه شاگردانې نجونې دي چې سنونه یې تر شل کلنۍ کښته دي.
ووشو، هغه لرغونی رزمي هنر دی، چې ريښه يې په چین کې ده.
په وروستیو کلونو کې له رزمي ورزشونو سره د افغان میرمنو لیوالتیا زیاته شوې ده.
ووشو نن سبا یو نړیوال ورزش دی، چې د ووشو د نړیوال فیدراسیون تر څارنې لاندې اداره کیږي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ووشو فیدراسیون جوړ شوی دی.
د ووشو فیدراسیون په ۱۳۹۰لمریز کال کې د لومړني ورزشي مرکز په رامنځ ته کولو سره په کابل کې جوړ شو او د ۲۲ ولایتونو تر منځ سیالیو کې، ۲۲ تنې د دغه ورزش د ملي ټیم غړې شولې.
د ووشو ورزش دوې څانگې لري چې یوه یې نمایشي «تالو» او بله یې رزمي «فول کنتک» ده.