د کابل په بريد کي يو امريکايي وژل سوی او يو بل ټپي سوی دی
۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبهد سفارت وياند، ګاوين سنوال نړيوالو آژانسونو ته وويل:« د سفارت په يوې الحاقي ودانۍ کي تيره شپه يوه نښته رامنځ ته سوه، چي د سفارت يو افغان کار کونکي پکښي برخه درلوده، چي ووژل سو.»
سنوال زياته کړه:« په دې نښته کي يو امريکايي تبعه هم ووژل سو او يو بل ټپي سو.»
نوموړي وياند د نښتي د وجي په هکله معلومات ور نه کړل، يوازي دومره يې وويل:« د نښتي وجه تر پلټني لاندي ده.»
په کابل کي د متحده سفارت د آريانا له هوتل څخه د يوې الحاقي وداني په توګه کار اخلي. د افغانستان د حکومت يو چارواکي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « د آريانا له هوتل څخه د متحده ايالاتو استخباراتي اداره،CIA، استفاده کوي.»
د متحده ايالاتو سفارت زياته کړه چي د تپي امريکايي ژوند په خطر کي نه دی اود وژل سوي امريکايي مړی به متحده ايالاتو ته وليږدول سي.
خو هغه په دي هکله له تبصري څخه ډډه وکړه چي د آريانا له هوتل څخه د CIA له خوا کار اخيستل کيږي.
مخکني راپورونه داسي ول: تيره ورځ ناوخته په کابل کي د امريکا د استخباراتي ادارې پر مرکزي دفتر بريد سوی. بريد کونکو د آريانا په څلورلاري کي د CIA پر مرکزي دفتر لومړی د کلاشينکوفونو ډزي وکړې، چي وروسته بيا د دوو درنو چاودنوږغونه هم پورته سول.
د راپورونو له مخه بريدکونکي دوه تنه ول. د امريکي د مرکزي استخباراتو دغه مرکز د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ، په کابل کي د ايساف د مرکزي قوماندانۍ او همدا راز د ملي دفاع وزارت په څو مترۍ کي واقع سوی دی.
د آريانا څلورلاري ته نږدي د دغه مرکز باندنۍ ساتنه د افغان امنيتي ځواکونو له لوري کيږي خو نوري ټولي امنيتي چاري يې د امريکايي ځواکونو پرغاړه دي، چي پکښي افغان دولت د مداخلي واک نه لري.
په کابل کي د امريکا سفارت يوه وياند ګبين له بريد څو ساعته وروسته دويچه ويله پښتو پاڼي ته د ټليفون پر کرښه وويل، چي په دغه بريد کي د دوی نظامي او خدماتي پرسونل ته هيڅ راز زيان ندی اوښتی.
د امريکي د سفارت دغه وياند همدا راز وويل، چي بريد ګرد د CIA د مرکزد ساتونکو تر سخت مقاومت وروسته وژل سوي او هغوی ندي توانيدلي چي خپلو موخو ته چي هغه هم زموږ د پرسونل مرګ ژوبله وه ورسيږي.
تر دې بريد يوه اونۍ دمخه دسپټمبر مياشتي پر ديارلسمه نيټه په کابل کي د امريکي پر سفارت هم بريد سوی چي مسؤليت يې د حقاني پر شبکې اچول سوی.
د حقاني شبکې په تيرو څو مياشتو کي په افغانستان کي د امريکا پر اهدافو خپلو بريدونو ته زور ورکړی.
دغو اعمالو د حقاني شبکې په وړاندي د امريکا د دولت سخته غوصه را پارولې او په کابل کي داسي ګنګوسي هم کښته پورته کيږي، چي ګواکي امريکا به د غچ اخيستونکو اعمالو لپاره په قوي احتمال پر شمالي او جنوبي وزيرستان باندي عمليات هم پيل کړي.
که څه هم تر اوسه پوري په کابل کي د امريکا د مرکزي استخباراتو پر دغه عمده مرکز د بريد مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی خو افغان دولت دا کار د حقاني شبکې او د هغو سازمانونو بولي چي په تيرو څو مياشتو کي يي په وار وار پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نطاق صديق صديقي نن سهار رسنيو ته وويل، چي دوی د تيري شپې د بريد په اړه تر اوسه دقيق معلومات نه لري، ځکه هلته د افغان ځواکونو لاس رسی ډير محدود دی او دغه سيمه شاوخوا ټوله د امريکا د ځانګړو سرتيرو له لوري ساتل کيږي.
له دغسي سيمو څخه د معلوماتو د را ټولول خبريالانو ته هم ناشونی کار دی، ځکه د امريکا استخباراتي اداره افغان خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چي له دغسي سيمو انځورونه واخلي او يا يي هم په اړه له سرتيرو او نورو چارواکو څخه پوښتني وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند ښاغلي صديقي دا هم وويل، چي دوی د امريکا له سفارت سره په تماس کي دي او دا به وروسته معلومه سي چي بريد په څه ډول تر سره سوی دی.
د چاودني له سيمي، څو متره لري د شش درک په سيمه کي يوه تن اوسيدونکي دويچه ويله ته وويل چي لومړی يي د سپکو وسلو ږغونه واوريدل او وروسته بيا د دوو زورورو چاودنو آوازونه پورته سول.
دغه سړی چي نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي وايي له پيښي سره سم چورلکي سيمي ته را ورسيدې او د ساعتونو ساعتونو لپاره يي د امريکا د دغه مرکز پر سر الوت کاوه.
دا په داسي حال کي ده، چي کابو يوه اونۍ دمخه همدغي سيمي ته نږدې په ديپلوماتيکه سيمه وزير اکبرخان مېنه کي د سولي د عالي شورا رئيس برهان الدين رباني د يوه ځانمرګي له لوري په خپل کور کي ووژل سو.
د افغانستان پټ څاري ادارې تيره شپه د ملي ټلويزيون له لاري خبر ورکړ، چي د دغه بريد د تر سره کونکو او پلانونکو د پيژندګلوۍ په برخه کي يې د پام وړ پرمختګ کړی او ډير ژر به يي له ولس سره شريک کړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل