1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل له هوايي ډگره اوس هم نغدي پيسې وځي

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د يوه راپور له مخي، افغان چارواکو د دغه هيواد د هوايي ډگرونو له لاري د ميلياردونو نغدو ډالرو د ايستلو د مخنيو تلاښ نه دئ کړی.

https://p.dw.com/p/170GO
Korruption
03.12.2012 DW Global 3000 Korruptionانځور: DW

په امريکا متحده ايالاتونو کي يو تحقيقاتي راپور وايي، چي په ۲۰۱۱ کال کي له افغانستان څخه ۴،۵ ميليارده ډالر وتلي دي. اندېښنه په دې کي ده، چي داسي نه چي له دغو پيسو څخه د افراطي ډلو په تمويل کي کار اخيستل سوی وي، يا په نورو هيوادونو کي شخصي حسابونو ته انتقال سوي نه وي.

د امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۱۰ کال يو داسي پروگرام پيل کړ، چي له مخي ئې د پيسو وتلو په مخنيوي کي مرسته وکړي. د دغه پروگرام اصلي پاملرنه د کابل پر هوايي ډگر وه.

خو د افغانستان د بيارغاونو پروسې د کنترول ځانگړی مسئول، چي د امریکا د کانگرس له خوا د غير پوځي مرستو د کنترول له پاره ټاکل سوی دئ ویلي دي، چي د کابل په هوايي ډگر کي چندان بدلون نه دی راغلی. د امريکا متحده ايالاتونو له ۲۰۰۱ مېلادي کال راهيسي له افغانستان سره ۸۹ ميليارده غير نظامي مرسته کړې ده.

د افغانستان د بيارغاوني پروسې د کنترول مسئول په دغه راپور کي چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۱) خپور سوی دئ، ويلي دي، چي مامورينو ئې له هوايي ډگره د سپتمبر او اکتوبر په مياشت کي ليدنه کړې ده، دا ئې ونه ليدل چي له هغو ماشينونو څخه دي استفاده سوې وي، چي د پيسو شمېرلو له پاره په هوايي ډگر کي سته. دغه راز دوی هغه څه هم ليدلي دي، چي د (وي آی پي) يا مهم اشخاصو په برخه کي هغه مسافرين نه کنتروليږي، چي پيسې له ځانه سره لري.

د امريکا متحده ايالاتونو له افغانستان سره د هغو ماشينونو مرسته کړې ده، چي د پيسو بڼه او شمېر معلوموي. دغه ماشينونو د سل زره ډالره په ارزښت د کابل هوايي ډگر ته ورکړل سوي دي.

د دغه راپور لیکونکي اعتراف کوي، چي د افغانستان اقتصاد پر نغدو پيسو راڅرخي. خو هغوی وايي چي لومړني کنترولونه «د داسي يوه هیواد له پاره چي په فساد کي غرق دئ او د مخدره موادو قاچاق او وسله والي ډلي فعاليت لري ټاکونکی رول لري.»

د پيسو شمېرلو ماشين
د پيسو شمېرلو ماشينانځور: picture alliance / abaca

په دغه راپور کي راغلي دي، چي د توکيو په کنفرانس کي د افغان ولشمسر حامد کرزي له وعدې سره سره چي د پيسو معلومولو په برخه کي به مبارزه گړندی سي، له دغه هيواده د پيسو ايستلو هغه اندازه چي ۱۰ زره ډالره وه اوس ۲۰ زرو ته لوړه سوې ده.

د دغه راپور تيارونکو له متحده ايالاتو څخه غوښتي دي، چي په دې اړه له افغانستان څخه جواب وغواړي، او په هوايي ډگرونو کي د پيسو شمېرلو د ماشينونو د په کارلودلو او مهمو اشخاصو پر تلاښي کولو باندي پافشاري وکړي.

په يوه بل راپور کي چي د افغانستان په اړه په کال کي دوباره کانگرس ته معلومات ورکوي، د امریکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت ويلي دي، چي په ۲۰۱۴ کال کي له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو را وتلو په کتو سره په افغانستان (حاکم فساد) د دغه هيواد له پاره ډير ستر خطر دئ.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم