1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښی اړخو پرضد دي سخته مبارزه وسي»

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د جرمني په دوو ایالتو کي تر انتخاباتو وروسته مهاجر پلوه سازمانونو د ښی اړخو پرضد د قاطعانه مبارزې او یوې ښکاره علامې ایښولو غوښتنه کړې. هغوی د نورو تر څنگ جنگ ځپلو سیمو لکه افغانستان ته د اخراجیدو بندول هم غوښتي.

https://p.dw.com/p/3OwsN
Deutschland "Unteilbar" Demonstration in Dresden
انځور: Getty/AFP/J. MacDougall

دغه خبره د مهاجرو پلوي سازمان(پرو ازول) اجرائیه رییس، گیونټر بورکهارد نن سه شنبه په زاکسن او براندینبورگ ایالتونو کي تر انتخاباتو وروسته وکړه او ویې ویل:«د زاکسن مسیحي دیمواټان باید تصمیم ونیسي چي پناه غوښتونکي بیا هم منزوي کوي او په دې ډول سره راسیستي اعمالو ته موقع ورکوي او زمینه ورته  برابروي؟»

د پرو ازول او ساکسن ایالت د مهاجرو شورأ په یوه گډه اعلامیه کي راغلي دي، چي د مهاجرو څخه په تیرو کلونو کي د جامعې دغلط انکشاف پر خوا د یوې وسیلې په توگه استفاده سوې ده: «ښی اړخي به تل هغه وخت تقویه سي، چي که د هغوی موقف خپل او ومنل سي.»

د هغوی په خبره مگر لازمه ده، چي د بشر د حقوقو پر بنأ یو سیاست اختیار سي. د زاکسن ایالت د مهاجرو شورأ اجرائیه رئیسې، یولیا هارتمن اضافه کړه چي «سیاست باید د راسیزم او تبعیض پرضد مقامت وکړي او په اصطلاح ځان ښکاره کړي.»

دغه سازمان همدارنگه وویل چي په زاکسن ایالت کي له لسیزو راهیسي د ښی اړخي افراطیانو د جوړښتونو پر ضد بې تفاوتي موجوده ده، کومه چي تبعیضي اعمالو ته یې زمینه مساعده کړې ده او په دې ډول سره یې داسي انتخاباتو لکه د تیري یکشنبه انتخاباتو ته زمینه برابره کړه.

Deutschlannd Symbolbild Hass in der Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

دغه سازمان زیاتوي، چي سړی اوس د دې انتظار لري، چي د پناه غوښتني او مهاجرت داسي یو سیاست اتخاذ سي، چي د «ښی اړخو له شعارونو څخه بیل او د ښی اړخو افراطیانو د فعالیتونو په مقابل کي قاطعانه مبارزه وکولای سي.» د نورو تر څنگ له هغې جملې څخه جنگ ځپلو سیمو لکه افغانستان ته د اخراجیدو ممانعت وسي.

د پرو ازول سازمان څخه بورکهارد اضافه کړه: «ټولو هغو کسانو ته چي په زاکسن کي د دیموکراسۍ او بشر حقوقو له پاره مبارزه کوي، ورته وایو چي تاسي یوازي نه یاست.» په خبره یې مرفه دولت، پناه او مهاجرت نباید یو دبل په مقابل کي وکارول سي: «موږ ددې پرضد یو، که اساسي حقوق او د بیان ازادي محدوده سي.»

همدا تیره یکشنبه(د سپټمبر اوله) د زاکسن په ایالتي انتخاباتو کي ښی اړخي عوامپاله گوند(AfD ) د یوه قوي حزب په حیث راڅرگند او ۲۷،۵ فیصده رايي یې یووړې چي تراوسه پوري یې دومره کامیابي نه درلوده.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 28.08.2017)