د ژوند کولو له پاره ارزانه هيوادونه
د نړۍ په کومو هيوادونو کي څوک کولای سي چی په لږو پيسو ښه ژوند ولري؟ په دغه انځوريز راپور کي د « ګوابروډ» پاڼې د راپور پر اساس هغه هيوادونه پېژندلای سئ چي پکښي د نړۍ تر نورو ټولو هيوادونو ژوند ارزان دی:
۱۰ مقام ـ پولند
د اروپايي اتحاديې غړی هيواد پولنډ نه يوازي په ټوله اروپا کي بلکه په ټوله نړۍ کي د ژوند کولو له پاره يو له تر ټولو ارزان قيمته هيوادونو څخه دی. په دغه هيواد کي په ښارونو کي د خوب د يوې کوټي لرونکی اپارتمان اوسط کرايه ۳۵۰ ډالره او په ريستورانتونو کي يې د يو خوراک مصرف تقريبا ۵ ډالره دی.
۹ مقام ـ پيرو
د سويلي امريکا پيرو هيواد په نړۍ کي د ژوند کولو له پاره يو له تر ټولو ارزان قيمتو هيوادونو څخه دی. په دغه هيواد کي په ښارونو کي د خوب د يوې خوني لرونکي يو اپارتمان اوسط کرايه تر ۲۵۰ ډالرو څخه لا کمه ده. د دې تر څنګ په دغه هيواد کي د عامه ترانسپورت مصارف هم ډېر کم دي.
۸ مقام ـ تايلند
د تايلنډ پاچهي په نړۍ کي د ژوند کولو له پاره د تر ټولو ارزان قيمت هيوادونو په ليسټ کي پر اتم مقام دی. په دغه هيواد کي که څوک د مياشتي ۶۰۰ ډالره ولري نو ښه ژوند په کولای سي. دلته د اپارتمان اوسط کرايه له ۱۵۰ ډالرو څخه پيليږي او په ريستورانت کي خوراک تفريبا په ۱ ډالر دی.
۷ مقام ـ سويلي کوريا
سويلي کوريا نه يوازي د خپلو اليکترونيکي مصنوعاتو له کبله مشهور هيواد دی بلکه دغه هيواد د ژوند کولو له پاره ۷ تر ټولو ارزان قيمته هيواد هم دی. په دغه هيواد کي په ښارونو کي د يوې خوبخوني لرونکي اوسط اپارتمان مياشتنۍ کرايه له ۳۵۰ ډالرو څخه پيليږي. په دغه هيواد کي د ريستورانت خوراک په تقريبا ۶ ډالره ده.
۶ مقام ـ چين
چين نه يوازي ډېر ارزان قيمته مصنوعات ټولې نړۍ ته لېږدوي بلکه په دغه آسيايي هيواد کي د ژوند کولو مصارف هم ډېر کم دي. دغه هيواد په ټوله نړۍ کي شپږم تر ټولو ارزان قيمته هيواد دی چيري چي په ښارونو کي د يوې خوبخوني لرونکي اپارتمان مياشتنۍ کرايه له ۳۰۰ څخه پيليږي او په ريستورانت کي خوراک په تقريبا ۳ ډالره ده.
۵ مقام ـ سويلي افريقا
سويلي افريقا ځکه هم د بهرنيانو له خوا خوښيږي ځکه چي دغه هيواد په افريقايي ستره وچه کي يو انګريزي ويونکی هيواد دی. په دغه هيواد کي د اوسط اپارتمان کرايه د ۳۵۰ او ۵۰۰ ډالرو تر منځ ده او په ريستورانت کي د يو خوراک اوسط مصارف ۸ ډالره دي. دغه هيواد په نړيواله توګه پنځم د ژوند کولو له پاره ارزان هيواد دي.
۴ مقام ـ مکسيکو
د منځنۍ امريکايي ستري وچي هيواد، مکسيکو په نړۍ کي د ژوند کولو له پاره تر ټولو ارزان څلورم هيواد دی. په دغه هيواد کي د منځني اپارتمان کرايه د ۲۰۰ او ۵۰۰ ډالرو تر منځ ده. په ريستورانت کي د اوسط خوراک قيمت ۱ ډالر دی.
۳ مقام ـ بلغاريا
په ختيځه اروپا کي بلغاريا نه يوازي په اروپا، بلکي په ټوله نړۍ کي له ارزانو هيوادونو څخه يو دی. په دغه هيواد کي د خوب د يوه خونه لرونکي اپارتمان اوسط کرايه ۲۳۰ ډالره ده. په دغه هيواد کي په يو ريستورانت کي د خوراک قيمت د ۵ ډالرو په شاوخوا کي دی.
۲ مقام ـ کوستا ريکا
د مرکزي امريکا کوستا ريکا هيواد په نړۍ کي د ژوند کولو له پاره دوهم تر ټولو ارزانه هيواد بلل کيږي. په دغه هيواد کي په ريستورانت کي خوراک د ۳ او ۶ ډالرو تر منځ دی. د اپارتمان د لويوالي سره تړلې کرايه د ۳۰۰ او ۸۰۰ ډالرو تر منځ ده.
۱ مقام ـ ويتنام
ويتنام د ژوند کولو له پاره د نړۍ تر ټولو ارزان بيه هيواد بلل کيږي. د نورو هيوادونو په شان په دغه هيواد کي هم د ژوند د مصارفو ډېرښت په دې پوري اړه لري چي څوک د هيواد په کومه برخه، کلي او ښار کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي يو کوچنی اپارتمان په اوسط توګه په ۲۵۰ امريکايي ډالرو مياشتنۍ کرايه نيول کيدلای سي او په ارزانه ريستورانت کي په ۱ ډالر ډوډۍ خوړل کيدلای سي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
د ژوند له پاره د نړۍ تر ټولو ارزانه هيوادونه وپېژنئ