1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډېره اسماعيل خان له زندان ۲۵۰ بنديان تښتېدلي

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۸, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا ايالت په ډيره اسماعيل خان کي پر يوه زندان باندي په يرغل سره نژدې ۲۵۰ تنه بنديان آزاد کړي دي. ويل کيږي چي په آزادو سوو کسانو کي شاوخوا ۳۰ تنه ياغيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/19GvY
epa03183365 Pakistani security officials stand guard outside the main prison in Bannu, Pakistan, 15 April 2012. Several dozen Taliban armed with assault rifles and rocket-propelled grenades attacked a prison in Bannu on 15 April freeing hundreds of inmates, officials said. The rebels took 384 prisoners, out of which about 20 were considered to be very dangerous militants, Hussain said. EPA/RANA ZAHID +++(c) dpa - Bildfunk+++
Afghanistan Gefängnis in Bannuانځور: picture-alliance/dpa

د خيبر پښتونخوا ايالت يوه لوړپوړي دولتي چارواکي مشتاق يادون، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۳۰) آريا نيوز خبري رسنۍ ته ويلي دي چي د دوشنبې په ناوخته ماښام د پوليسو په يونيفورم کي وسله والو طالبانو د ډيره اسماعيل خان پر زندان باندي د سپکو او درنو وسلو يرغل وکړ. په دغه بريد کي د پوليسو په کډون ۱۲ تنه وژل سوي دي.

هغه زیاته کړه چي د دغه بريد پر مهال ۲۴۳ تنه بنديان له زندان څخه تښتېدلي دي. د يادون په خبره وسله والو طالبانو زندان له دباندي خوا د سپکو او درنو وسلو تر يرغل لاندي ونيو او د ديوال يوه برخه ئې د چاودېدونکو مواد په واسطه والوزوله: «په يرغل کي له ۵۰ څخه تر ۶۰ وسله والو طالبانو برخه لرله او په لومړي راکيتي بريد ئې د زندان په عمومي دروازه کي دوه تنه پوليس ووژل». يادون دغه راز وويل چي پوليسو د تښتېدلو کسانو له ډلي څخه شپږ تنه بيرته نيولي دي.

د سيمه ييزو زندانونو ادارې رئيس خالد عباس، وويل چي دغه وسله وال يرغل تقريباً درې ساعته دوام وکړ. تر يرغل دمخه وسله والو لومړی د زندان دباندي ديوال په چاودېدونکو موادو سره والوزاوه، پر پوليسو باندي ئې لاسه بمونه ور وغورځول او په زندان کي ئې وارخطايي رامنځ ته کړه.

په پاکستان کي هم زندانونه خوندي نه دي
په پاکستان کي هم زندانونه خوندي نه ديانځور: AP

د عباس په خبره تر بريد وروسته، دا چي برېښنا قطع سوې وه د لاسي څراغ په مرسته زندان و پلټل سو، ترڅو معلومه شي چي څومره بنديان تښتېدلي دي. يادون وویل چې وسله والو په زندانه کي يوه اندازه چاودېدونکي مواد هم پرې ايښي ول چي تر اوسه پوري ئې یو څه شنډ سوي دي. امنيتي ځواکونه اوس تلاښ کوي چي په زندان او د هغه په شاوخوا سيمو کي امنيت بيرته عادي حالت ته راولي.

د ډيره اسماعيل خان له اوسېدونکو څخه غوښتل سوي دي چي په خپلو کورونو کي پاته سي ترڅو د پوليسو او پوځ له خوا د عملياتو پر مهال زيانمن نه سي. د ځايي ادارې يوه وياند شوکت يوسفزي، دا خبره تائيد کړې ده چی د امنيت د ټنگښت له پاره له پوځ څخه هم مرسته غوښتل سوې ده.

د يرغل پړه په پاکستان کي وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند شاهدالله شاهد د تليفون له لاري د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي د دوی ۱۵۰ تنو جنگيالو چي په دغه ډله کي ۶۰ تنه ځانمرگي بريد کوونکي هم شامل ول پر زندان باندي يرغل کړی دئ. هغه ويلي دي چي د دغه بريد په پايله کي ئې ۳۰۰ تنه بنديان آزاد کړي دي.

د ډيره اسماعيل خان په دغه زندان کي نزدې ۵۰۰۰ تنه بنديان ساتل کيږي، چي په دې کي ئې شاوخوا ۳۰۰ تنه ياغيان دي. ډيره اسماعيل خان له افغانستان سره په سرحد کي تر ټولو ناآرامه سيمه بلل کیږي.