1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډاکتر نجيب الله کورنۍ یې پلرنۍ ځمکه ښوونځي ته وقف کوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله کورنۍ د نوموړي د ۲۶ تلين په مناسبت د هغه پلرنۍ ځمکه يوه ښوونځي ته د وقف کولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4HP1g
Mohammad Najibullah
انځور: Vyacheslav/RIA Nowosti/dpa/picture alliance

د میزان  پنځمه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کیدو له ۲۶ تلین سره برابره ده. د نوموړي میرمنې فتانه نجیب په دې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، چې ډاکتر نجیب په هېواد کې د جګړې او ټولو ستونزو یوازینی حل په ملي روغه جوړه کې لیده او دا سیاست یې د ګوند اساسي برخه کې ګرځولې وه. هغې وويل: «زه غواړم د نجیب الله ارمان د خلکو یاد ته راوړم. یوه ورځ یې ما ته وویل چې زما ستره هیله په هېواد د جګړې ختمیدل او د سولې ټینګیدل دی.»

فتانه نجیب وایي، چې ډاکټر نجیب الله په ځوان نسل د هېواد راتلونکي په اړه باور درلود او د هغوی زده کړو ته یې دېر پام کولو. هغې زياته کړه چې نوموړي له دولتي بودجې زرګونه ځوانانو ته په هېواد دننه او په بهر کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه.

د ډاکټر نجیب له قبره د ملي امنیت سلاکار لیدنه؛ شخصي که رسمي اقدام؟

هغه وایي، چې د طالبانو واکمنیدو سره د هلکانو او نجونو لپاره د زده کړو هیڅ زمینه شتون نه لري او د زده کړو پر وړاندې محدودیتونو ځوانان اړ کړي، چې له هېواده وتښتي. 

فتانه نجیب وایي، چې د ځوانانو د زده کړو په اړه د ډاکټر نجیب الله ارمانونو ته په درناوي د هغه  پلرنۍ زراعتي ځمکه ښوونځي جوړولو ته ځانګړې کوي.

فتانه نجیب زیاته کړي: «زه د هغه  د میرمنې په توګه او د ډاکټر نجیب درې لورګانو په ګډه پریکړه وکړه، چې یوه اندازه ځمکه چې له پلاره يې نجیب الله ته پاتې وه، د امانتداره سپین ږیرو د قومي جرګې له لارې د یوه ښوونځي لپاره وسپارو، تر څو پکې د هېواد ځوانان د زده کړو له لارې د افغانستان د خلکو خدمت وکړای شي.«

ډاکټر نجیب الله د خپل قدرت پر مهال د ده پر وړاندې جنګیدونکي د مجاهدینو مشران بیا بیا روغې جوړې او سولې ته ور وبلل، خو هغوی ورسره خبرو ته غاړه کېنښوده. په  ۱۳۷۱کال کې  ډاکټر نجیب الله له واکه لاس په سر شو او په کابل کې یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته.

له بینون سیوان سره ځانګړې مرکه

کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره وسله والو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله چې د ملګرو متلونو په دفتر کی یې پناه اخيستې وه، وواژه او تر وژلو وروسته یې د هغه جسد ارګ ته نږدې په اریانا څلور لاري کې څو ورځې د هغه د ورور شاه پور احمدزي له مړي سره يوځای ځوړند کړی وو.