د ځای ناستو وزیرانو لانجه به له رخصتیو وروسته حل شي
۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبهله څه باندي دوو کلونو راهیسي د حکومت د کابیني یو شمیر وزیران او د ستري محکمې ځیني چارواکي د ځای ناستو په توګه دندې تر سره کوي.
د افغانستان د نوي پارلمان د کاري دورې په لومړيو اونیو کي د ځای ناستو وزیرانو د کار دوام د پارلمان او حکومت تر منځ يوه ډیره شخړیزه موضوع وه. خو دا موضوع د پارلماني ټاکنو د مشروعیت په اړه د بحثونو تر ګرمیدو وروسته له پامه ولوېده.
د ولسي جرګې منشي، عبدالقادر قلاتوال، وایي دوی له حکومت سره په تماس کي دي او د پارلمان له کلنیو رخصتیو وروسته به د ځای ناستو وزیرانو د برخلیک روښانه کول، د دوي له کاري لومړیتوبونو څخه وي.
قلاتوال وايي چي د رخصتیو وروسته به پارلمان په لومړۍ اونۍ کي پر دې موضوع بحث وکړي. د قلاتوال په خبره ولسي جرګه د تیر کال له نیمايي راهیسي له ولسمشر کرزي څخه همدا غوښتنه کوي چي د کابینې پاتي وزیران وروپیژني.
دا په داسي حال کي ده چي په پارلماني چارو کي د دولت د وزارت معین، کریم باز، وایي د پارلمان د رخصتیو له بشپړیدو سره سم به لومړی د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو کار پيل شي او ورسره جوخت به د ځای ناستو وزیرانو برخلیک هم روښانه شي.
د باز په خبره افغان حکومت تیر کال په ډیرو لویو مسایلو کي بوخت وو نو ځکه و نه توانید چي پاتي وزیران د باور د رایو تر لاسه کولو له پاره پارلمان ته ور وپیژني.
تر اوسه پوري نه ده روښانه چې پارلمان ته به کومي څيري د حکومت د نویو وزیرانو په توګه د باور د رایو د تر لاسه کولو له پاره ور وپیژندل شي. اټکل کیږي چي افغان حکومت به ځیني ځای ناستي وزیران هم پارلمان ته د اعتماد د رایو د ترلاسه کولو له پاره ور وپیژني.
اوس مهال د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، د عامې روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل، د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر داود علي نجفي، د لوړو زدکړو وزیر سرور دانش او د ښاري پراختیا وزیر سلطان حسین حصاري د سرپرستو وزیرانو په توګه دنده تر سره کوي.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش