د پخلايني له پاره بلنه
۱۳۹۱ دی ۵, سهشنبهد نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي اوسېدونکي مسيحيان هر کال د دسمبر په مياشته کي د حضرت عيسی د زېږېدو اختر لمانځي. د حضرت عيسی د زېږېدنې ځای الناصره بلل کيږي، او هرکال و دغي سيمي ته د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په زرونو انسانان سفر کوي او هلته په ديني مراسمو او لمانځنو کي گډون کوي.
په دغو مراسمو کي د بيت المقدس د لاطيني مسيحي پېشوا کلنۍ وينا ډېر اهميت لري. د بيت المقدس اسقف فواد طوال سږنۍ وينا نه يوازي يوه مذهبي وينا وه، بلکي پکښي سياسي اړخونه هم ډېر مهم ول.
اسقف فواد طوال د بيت المقدس په کاتوليکي کاتارين کلېسا کي د دسمبر د ۲۴مې نېټي په ماښام چي ورته د مقدسي شپې په توگه کتل کيږي، وينا واوروله. نوموړي په سيمه کي د موجودو کړکېچونو موضوع ياده کړه او د سيمي پر سياستوالو او خلکو يې ږغ وکړ، چي د سولي او پخلايني له پاره د ښه نيتونو له لاري خپلي هلي ځلي وکړي.
هغه د اسرائيلو د بهرنيو چارو سياست ته په اشاره سره وويل، چي په مقدسه خاوره کي زيات انسانان د هغه په وينا «له يوه نه ختمېدونکي اشغال» څخه کړيږي. هغه زياته کړې ده چي د غزې د تازه جگړې نخښي لا تر اوسه «د انسانانو پر ارواحو څرگندي دي». ااسقف فواد طوال په سوريه کي د کړېدونکو انسانانو له پاره د دعا غوښتنه هم وکړه.
د کاتارين د کلېسا په دغه لمانځنه کي د فلسطيني ادارې ولسمشر محمود عباس، د اردن د بهرنيو چارو وزير ناصر جودې او د بيت لحم ښاروالي وېرا بېبون هم گډون کړی وو.
اسقف فواد طوال د فلسطيني ولسمشر محمود عباس او د اردن د پاچا عبدالله دوهم څخه مننه وکړه چي د ده په وينا په ملگرو ملتونو کي يې د فلسطين د څارونکي مقام له پاره بريالۍ هلي ځلې وکړې. نوموړي زياته کړه چي دواړو مشرانو په دې لړ کي په ملي او نړيواله سطحه زيات کوښښونه وکړل، چي د ستاينې وړ دي.
طوال چي خپله وينا يې په بېلا بېلو ژبو واوروله وويل، چي په ملگرو ملتونو کي د فلسطين د شته والي ښه کول بايد د ټولو له پاره د سولي او امنيت سبب وگرځي. هغه زياته کړه په ټوله سيمه او نړۍ کي د توازن له پاره په مقدسه خاوره کي عدالت او سوله حتمي ده.
د دوشنبې په ماپښين لا و هغي سيمي او کلېسا ته د سېلانيانو ورتگ پېل سوی وو، چي باور کيږي حضرت عيسی زېږېدلی دی. د پېدايښت د کلېسا مخ ته د مسيحيانو تر څنگ گڼ شمېر مسلمانان او يهوديان هم راټول سوي ول. د فلسطين د توريزم د وزارت په وينا سږ کال څه باندي۱۵۰۰۰ بهرني زايرين بيت لحم ته ورغلي ول.