«د پاکستان څرخي الوتکو د کونړ سرکاڼو ولسوالي بمبار کړې»
۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبهیوې امنیتي سرچینې چې د نوم له ښوولو څخه يې ډډه کوله په ننگرهار کي دویچه وله خبريال ته ويلي دي، چې له نن سهار راهیسې پاکستانیو څرخي الوتکو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ بمباري کړی.
دغه سرچینه وايي، نن سهار شپږ او مازیګر پاوکم څلور بجې څلورو پاکستانیو څرخي الوتکو د سرکاڼو ګولاپړۍ او ننګه سر سیمي بمبار کړي دي، خو د مرګ ژوبلي په اړه یې لا مالومات نه شته.
د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي لېوا قومندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل هم تائید کړې ده چې نن سهار وختي د پاکستان څرخي الوتکو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ځینې سیمې بمباري کړي دي، او په خبره يې اوس بمبار بند شوی دی.
دغه بمباري له هغه وروسته شوي چې د خیبرپښتونخوا ايالت په مومندو ایجنسۍ کې د يکشنبې ورځي په ماښام د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر درو پوستو په وسله وال يرغل کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ويلي ول چې دغه ياغيان له افغانستانه ور اوښتي ول.
د راپورونو له مخي بمبار د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد او ټانګو تر منځ غرونو، ګولاپړۍ او ننګه سر سیمو شوی دی.
د کونړ د ولایتي شورا رئیس محمد ساپی هم مني چې د پاکستان څرخي الوتکو نن سهار د ډیورند کرښې دې غاړې ته د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سیمو کې بمباري کړی دی.
د کونړ له سرکاڼو او ورڅرمه نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکو د تليیفون له لاري په ننگرهار کې د دویچه ويله خبريال ته ويلي دي، چې له نن سهار راهیسي د پاکستان څرڅۍ الوتکو د سرکاڼو ولسوالۍ پر یو شمېر غرنيو سیمو بمباري پیل کړی او د نن ورځي تر ناوخته یې دوام کړی.
د ځايي اوسېدونکو په خبره پاکستاني ځواکونه له تيرو دوو اونيو راهیسي د کونړ پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو توغنديي بریدونه کوي، چې همدا تېره شپه پر یادو درو ولسوالیو شاوخوا ۱۴۵ توغندي توغول شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخي په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ په لسونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښوولو ته هم اړي شوي دي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: