1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د پاکستان پولیسو یو هندو دین ته د سپکاوي په تور نیولی

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

د پاکستان پولیس وایي چې د دې هیواد په هندو اقلیت پورې تړلی یو هندو وترنر یې اسلام ته د سپاکوي په تور نیولی دی. دغه کس د پاکستان په سند ایالت کې قرآن شریف ته د سپاکوي په تور توقیف شوی دی.

https://p.dw.com/p/3JLLe
Pakistan Christmas Peace Train
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د ځايي پولیسو مشر زاهد لغاري، د سه شنبې په ورځ وویل چې د رامش کومار په نوم دغه هندو، یوه ورځ مخکې دین ته د سپکاوي په تور نیول شوی دی. هغه زیاته کړه چې پولیسو تر هغه وروسته اقدام وکړ چې په میرپور کش سیمه کې یوه دیني عالم پر دغه کس باندې د قرآن شریف پاڼو ته د سپکاوي کولو تور ولګاوه.

د پولیسو د دې چارواکي په خبره، تر دې پیښې وروسته یو شمیر قهرجنو ځايي اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ د هندواڼو درې پلورنځایونو ته اور ورته کړ، خو بیا وروسته وضعیت بیرته آرام شو. پولیسو همداراز د هغو کسانو پر ضد چې دوکانونو ته یې اور ورته کړی دی، قضیه درج کړې ده.

د پاکستان د دین ته سپکاوي قانون له مخې هر هغه څوګ چې اسلام ته په توهین محکوم شي، نو آن د اعدام له سزا سره هم مخامخیدای شي. خو د بشري حقونو نړیوال او پاکستاني سازمانونه بیا ټینګار کوي چې ډیر وخت په دې هیواد کې دین ته د سپکاوي له قوانیو څخه ناوړه استفاده کیږي، د شخصي کټو له پاره کارول کیږي او په مرسته یې د اقلیتونو پر ضد اقدامات کیږي.

(ms/nz (ap