په سندهـ ایالت کې د ټولو مهاجرو د راجستر کولو پریکړه
۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبهد راجستر کولو د پریکړې موخه په سندهـ ایالت کې د اوسیدونکو مهاجرو په هکله د بشپړو معلوماتو راټولول او د یوه ډیټا بیس یا معلوماتو د زیرمې رامنځ ته کول دي. دغه پریکړه د سندهـ ایالتي یا اعلی وزیر سید مراد علي شاه، په مشرۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو په هکله یوه غونډه کې وشوه.
د امنیتي ادارو مشرانو مراد علي شاه، ته د امنیتي وضعیت په هکله د معلوماتو ورکولو پر وخت هغه په نزدې تیر وخت کې د هدفي عملیاتو او د لويو تندلارو د نیولو څخه خبر کړ. ویل شوي دي چې دغو نیول شوو کسانو په کراچۍ ښار کې د اوسیدونکو ځینو تندلارو او د هغوی د پلانونو په هکله معلومات ورکړي دي.
په دغه غونډه کې دا خبره هم په گوته شوې ده چې کراچۍ او د هغې په اطرافو کې په جوړ شوي کليو کې اوسیدونکي «غیر قانوني مهاجر» تندلارو ته د پناه ورکولو او له هغوی سره په مرسته کولو کې ښکیل دي. د سندهـ د ایالتي وزیر په مشرۍ په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په کراچۍ او سندهـ ایالت کې به د مېشتو قانوني او غیر قانوني مهاجرو په هکله هر اړخیز معلومات راټولیږي.
په دې ترڅ کې ایالتي وزیر د کراچۍ کمېشنر ته سپارښتنه وکړه کې چې د رینجرز مشر، د سندهـ د پولیسو عمومي مشر، د کورنیو چارو ایالتي سیکرتر او له نورو اړونده ادارو سره په گډه کار پېل کړي.
پر دې سربیره د مهاجرو په هکله د معلوماتو د راټولو له پاره ۱۵ ټیمونه یا گروپونه هم جوړ شوي دي. په دې موخه د راجستر کیدو د فورمې د جوړولو چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي.
د سندهـ ایالتي وزیر دا هم ویلي دي چې که هر گوند په ترهگریزو فعالیتونو کې ښکیل وموندل شو نو دفترونه به یې له منځه وړل کیږي.