1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان مهمو سیاسي تاریخي پیښو ته کتنه

APE/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

په دغه مطلب کې له ۱۹۴۷ کال څخه تر د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې یوولسمې نیټې پورې د پاکستان مهمو تاریخي پېښو ته یوه لنډه کتنه شوې ده. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې تأسیس شو.

https://p.dw.com/p/18W6b
Pakistani youths make the biggest human national flag at the National Hockey Stadium in Lahore on October 22, 2012. More than 24,000 Pakistanis on October 22 formed the world's largest 'human national flag' in the eastern city of Lahore, smashing a five-year-old record set in Hong Kong, officials said. A total of 24,200 people stood up in the national hockey stadium to make the green and white Pakistani standard, smashing the 2007 record set by 21,726 people in Hong Kong. AFP PHOTO / ARIF ALI (Photo credit should read Arif Ali/AFP/Getty Images)
Pakistan Guiness Weltrekord Menschliche Flaggeانځور: Getty Images/AFP

د ۱۹۴۷م کال د اګست میاشتې پر څوارلسمه نیټه پاکستان تاسیس شو.

د ۱۹۴۸م کال د سپتمبر میاشتې پر یوولسمه نیټه د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح ومړ.

د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه نیټه د پاکستان لومړنی صدراعظم لیاقت علي خان ترور شو. د لیاقت له تروریدو سره په پاکستان کې بې ثباتي رامنځ ته شوه.

د ۱۹۵۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نیټه د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر محمد ایوب خان، د دغه هیواد چارې په لاس کې واخیستې.

د ۱۹۶۹م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نیټه په لویدیځ او ختیځ پاکستان کې د اپوزیسیون له لوري تر څو میاشتو مظاهرو وروسته ایوب خان، د پاکستان مشري د پوځ د هغه وخت مشر جنرال یحیی خان، ته وسپارله.

د ۱۹۷۰م کال د دسمبر د میاشتې پر اوومه نیټه د پاکستان په ختیځ کې عوامي لیګ ګوند عمومې ټاکنې وګټلې او په دې ترتیب سره یې د دغه هیواد واک تر لاسه کړ. خو د پاکستان د پوځ پخواني مشر یحیی خان، بیا ملکي حکومت لغو اعلان کړ، چې د دې کار په غبرګون کې د پاکستان په ختیځ کې سخت لاریونونه وشول او په پاکستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه.

د ۱۹۷۱م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶مه نیټه د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د هندوستان تر مداخلې وروسته د پاکستان پوځ په ختیځ پاکستان کې تسلیم شو او ختیځ پاکستان په یوه آزاد هیواد بنګله دیش، باندې بدل شو.

د ۱۹۷۱م کال د دسمبر میاشتې پر شلمه نیټه یحیی خان، د پاکستان د ولسمشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او ذوالفقار علي بهټو د دغه هیواد ولسمشر شو. وروسته بیا په دغه هیواد کې پارلماني سیستم تصویب شو او ذوالفقار علي بهټو لومړی وزیر شو.

د ۱۹۷۷م کال د جولایي میاشتې پر پنځمه نیټه د پاکستان د پوځ مشر جنرال ضیاالحق واک تر ګوتو کړ.

د ۱۹۷۹م کال د اپریل میاشتې پر څلورمه نیټه ذوالفقار علي بهټو په دار وځړول شو. د پاکستان دغه پخوانۍ لومړۍ وزیر د قتل په یوې توطیې تورن شوی وو. که څه هم ذولفقار علي بهټو له محکمې څخه د بخښنې غوښتنه وکړه، خو محکمې د هغه غوښتنه رد کړه.

د ۱۹۸۸م کال د اګست میاشتې پر ۱۷ نیټه ضیاالحق د الوتکې د رالویدو په یوې مرموزې پېښه کې ووژل شو.

د ۱۹۸۸م کال د دسمبر میاشتې پر دویمه نیټه د ذولفقار علي بهټو لور بې نظیر بهټو د پاکستان لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه.

د ۱۹۹۰م کال د اګست میاشتې پر شپږمه نیټه د بې نظیر بهټو حکومت د اختلاس او واک څخه د ناوړه استفادې په تور ړنګ شو.

د ۱۹۹۰م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نیټه د ټاکنو په پایله کې نواز شریف لومړی وزیر شو.

د ۱۹۹۳م کال د اپریل میاشتې پر ۱۸مه نیټه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان، د نواز شریف حکومت منحل کړ خو سترې محکمې د نواز شریف حکومت بیرته برحاله کړ.

د ۱۹۹۳م کال د جولاې میاشتې پر اتلسمه نیټه د ولسمشر او لومړي وزیر تر منځ تر ژورو اختلافاتو وروسته د هغه وخت د پوځ مشر وحید کاکړ، دواړه استعفا ته اړ کړل.

د ۱۹۹۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه نیټه د ټاکنو په پایله کې بې نظیر بهټو یو ځل بیا د پاکستان صدراعظمه شوه.

د ۱۹۹۶م کال د نومبر میاشتې پر پنځمه نیټه یو ځل بیا د بې نظیر بهټو حکومت د اختلاس او بې کفایتۍ له امله د هغې د ګوند له لوري د ټاکل شوي ولسمشر فاروق لغاري له لوري منحل شو.

د ۱۹۹۷م کال د فبروري میاشتې  په ۱۷مه نیټه د ټاکنو په پایله کې نوازشریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او بې نظیر بهټو د اختلاس د تورونو د تعقیب له ویرې پخپله خوښه جلا وطنه شوه.

د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه نیټه د پاکستان د هغه وخت د پوځ مشر جنرال پرویز مشرف، د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې نواز شریف له واکه لیرې کړ او پخپله یې د پاکستان چارې په لاس کې واخیستې.

د ۲۰۰۲م کال د نومبر میاشتې پر ۲۱مه نیټه ظفرالله جمالي، د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۰۴م کال د اګست میاشتې پر ۲۳مه نیټه شوکت عزیز، د جمالي تر استعفا وروسته د پاکستان لومړی وزیر شو.

د ۲۰۰۷م کال اکتوبر د میاشتې پر ۱۸نیټه بې نظیر بهټو له تبعید څخه بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه، تر څو په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ۲۰۰۷م کال د نومبر د میاشتې پر ۲۵مه نیټه نواز شریف هم له تبعید څخه پاکستان ته راستون شو.

د ۲۰۰۷م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۷مه نیټه بې نظیر بهټو ترور شوه.

د ۲۰۰۸م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه یوسف رضا ګیلاني، د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۰۸م کال د اګست میاشتې پر ۱۸مه پرویز مشرف د پاکستان د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفا وکړه.

د ۲۰۰۸م کال د سپتمبر میاشتې پر شپږمه د بې نظیر بهټو میړه آصف علي زرداري، د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۱۲م کال د جون میاشتې پر ۲۲مه نیټه راجه پرویز اشرف، د پاکستان لومړی وزیر شو.

د ۲۰۱۳م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه د پاکستان پیپلز ګوند خپله پنځه کلنه پارلماني موده پوره کړه.

د ۲۰۱۳م کال د مارچ میاشتې پر ۲۴مه میر هزار خان کهوسوو، د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې پر ۱۱مه نیټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تر سره شوې.