پاکستان ته د اوښتو په موخه په اوونیو انتظار
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهچمن یو له هغو دوو سیمو څخه دی چې افغانستان او پاکستان په رسمي پولو یو له بل سره تړي. له ډیر وخت راهیسې به له دې ځايه له تیریدونکو څخه د اسنادو پوښتنه نه کیده او سوداګرو کولای شول چې په آزاده توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ تګ راتګ وکړي.
خو له ستمبر میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت په چمن کې له افغانستان سره پر پوله چې د «دوستۍ دروازه» نومیږي، د کنترول بریښنایي سیستم رامنځ ته کړی او غواړي هر هغه څوک چې پاکستان ته ورځي ثبت شي.
د نویو تدابیرو له کبله اوس په سیمه کې په زرونو کسان او په لسونو لارۍ په کتارونو کې ولاړ وي چې له دغو مراحلو تیر شي.
سوداګر به پخوا پرته له انتظاره له دې ځایه تیریدل او خپل توکې به یې د یو یا بل هیواد مارکیټونو ته رسول خو اوس هغوی وایي چې په ځینو مواردو کې لارۍ موټران آن په اوونیو په دې سیمه کې ولاړ وي چې ځینې وختونه تازه مېوې خرابیږي.
فضل کرم چې له ډیر وخت راهیسې پر دې لار تجارت کوي وايي: «زما لارۍ موټر پر سرحد آن ۱۵يا ۱۶ ورځي ولاړ وي.»
پاکستان اوس له افغانستان سره پر پوله داسې موانع رامنځ ته کړي چې موټر کولای نه شي بې له قانوني مراحلو تير شي.
پاکستان چې پر تورخم یې هم خپل سرحدي تدابیر ډیر کړي دي، وایي چې له دې کاره یې هدف د کډوالو مخنیوي او همداراز د سرحدي عوایدو لوړول دی. پاکستان وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر کال د نه ثبت شوي تجارت اندازه ۲.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
خو له دې کبله چې د دیورند کرښې په دواړو غاړو کې ورته قومونه ژوند کوي او ډیر وخت د پولې د یوې غاړې ماشومان د بلې غاړې ښوونځیو ته ورځي، د نړیوال چارو کارپوه رحیم لله یوسفزی، وایي چې نوي تدابیر به پر خلکو باندې ناوړه اغېزه وکړي.
خو دا چي د دې وضعیت د له منځه وړلو له پاره عملي حل لارې لکه اوږد مهاله ویزې، نه شته، نو ځیني سوداګر خپل مالونه پاکستان ته په قاچاقي توګه انتقالوي.
نور مطالب: