"د پاکستان سره د اړيکو د بيا ارزوني غوښتونکي يو"
۱۳۹۰ آذر ۱۵, سهشنبهد امريکا دوو پخواني سياستوالو د دوشنبې په ورځ وويل، چي امريکا بايد له پاکستان سره خپلي اوږد مهاله ستراتيژيکي اړيکي له سره و ارزوي:
دغو دواړو امريکايي سياستوالو ويلي دي، چي اوس د دې وخت را رسېدلي دئ، چي متحده ايالات له پاکستان سره خپلي اړيکي له سره وارزوي. دغو دواړو سناتورانو ويلي دي چي امريکا بايد د پاکستان څخه د خپل ملاتړ دليل او سطح و ارزوي.
جان مکين د امريکا د سنا د پوځي کمېټي او سناتور ګراهام بيا د امريکا د بهرنيو مرستو د کمېټو غړي دي. هغوئ ويلي دي، چي متحده ايالات بايد د پاکستان په وړاندي خپل ټول انتخابونه په لاس کي ولري.
سناتورانو همداراز د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د حقاني شبکې څخه د شکمن ملاتړ يادونه هم کړې ده. هغوئ ويلي دي چي د پاکستان د استخباراتي ادارې ځيني فعاليتونه د دې عامل کيږي چي امريکايي سرتيري په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
هغه د متحده ايالاتو پر دولت ږغ کړی دئ، چي د پاکستان په وړاندي يوه عملي پاليسۍ تر لاس لاندي ونيسي.
د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو په اړيکو کي د روان کال په می مياشت کي، وروسته تر هغه خړوالی راغلی، چي امريکايي سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.
د افغانستان او پاکستان پولي ته څېرمه سيمه کي د ناټو په هوايي عملياتو کي د ۲۴ پاکستاني سرتيرو وژل کېدو خو د پاکستان او امريکا اړيکي د بل هر وخت په پرتله ډيري ترنگلې کړې.
پاکستان تر دې پيښي وروسته د ناټو پر اکمالاتي قطارونو خپله پوله وتړله، د بن کنفرانس يې بايګاټ کړ او له امريکا څخه يي وغوښتل چي په دغه هيواد کي خپله هوايي اډه وتړي.
د امريکا متحده ايالاتو دغو دواړو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ناټو په هوايي عملياتو کي د پاکستاني سرتيرو د وژل کيدو په هکله خپله ژوره خواشينۍ څرګنده کړه.
خو ويلي يې دي، چي د پيښي په وړاندي د پاکستان عکس العمل د دې سبب سوی چي د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي د بل هر وخت په پرتله ابلکي سي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل