د پاکستان سترې محکمې نواز شریف بې صلاحیته کړ
۱۳۹۶ مرداد ۶, جمعهد پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ لومړی وزیر نوازشریف له دې کبله بې صلاحیته کړ چې هغه له هیواد څخه بهر د خپلو شتمنیو په اړه ناسم او نامکمل معلومات ورکړی ول.
سترې محکمې تر هغه وروسته دغه پریکړه کړې ده چې څیړونکو یې وموندله چې د نوازشریف کورنۍ د هغه د شتمنیو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلې ده.
د پاکستان کورنیو رسنیو ویلي دي چې تر دې وروسته کیدای شي د شریف د کورنۍ په اړه جرمي څیړنې هم پیل شي.
قاضي اجاز افضل خان وویل: «هغه نور د دې شرایط نه پوره کوي چې د پارلمان د یوه صادقه غړي په توګه پاته شي هغه به د لومړي وزیر دنده هم پریږدي.»
تر دې مخکې د سترې محکمې د څیړونکو یوې ډلي، په اپریل میاشت کې په لندن او نورو ځایونو کې د نواز شریف د کورنۍ د شتمنیو په اړه څیړنې وکړې. د دغه شتمنیو په اړه معلومات تیرکال د «پاناما بربنډونو» په ترڅ کې خپاره شوي ول.
دغې ډلې له نوازشریف، د هغه له دوو زامنو، یوې لور او د کورنۍ له نورو غړو څخه پوښتنې ګرویږنې کړې دي. څیړنو تر دوو میاشتو زيات وخت دوام وموند.