1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د ټانګري چاودنې تاوان د تېلو پر یوه شرکت واچول شو

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

د پاکستان د نفتو او ګازو ادارې د جمعې په ورځ د شېل شرکت یوې ځايي څانګې ته امر وکړ چې د تیرې میاشتې د ټانکري چاودنې له کبله د رامنځ ته شوي تاوان د جبرانولو له پاره ۱،۹۹ میلیونه ډالر تاوان ورکړي.

https://p.dw.com/p/2g7Bp
Pakistan Brand Tanklastwagen nahe Bahawalpur
انځور: picture-alliance/Zumapress

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د جون په ۲۵مه نیټه د تیلو یو ټانګر وچاودید چې له کبله یې سخته مرګژوبله رامنځ ته شوه. اوس په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د چاودنې پړه د شېل شرکت پر ځایي څانګې باندې اچول شوې ده. چاودیدلي ټانګر د همدې شرکت تېل لیږدول چې چپه شو.

د ټانکر چاودنې تر هغه وروسته سخته مرګ ژوبله رامنځ ته کړه چې ځايي اوسیدونکي په سیمه کې د تیلو د ترلاسه کولو په موخه راټول شول.

Ölpreisrutsch führt auch bei Shell zu Gewinneinbruch
د شیل شرکت لوګوانځور: picture-alliance/dpa/PA Wire/Yui Mok