د پاکستان د علماوو شورا څرگندوني وغندل سوې
۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبهافغان ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان د علماو د شورا رئیس وروستی موقف چې ځانمرگي بریدونه جواز گڼي د افغانستان تيري ادعاوې په اثبات رسوي.
کرزي زیاته کړه چې که څه هم په لندن کې پر دې خبره باندې توافق شوی وو چې په کابل کې به د پاکستاني او افغان علماوو یو گډ کنفرانس جوړ شي. خو پاکستاني علماوو په دې کنفرانس کې له گډون څخه انکار وکړ:
«په خواشینۍ سره موږ ولیدل چې نه یوازي دا چې دغه کنفراس جوړ نه سو او د هغه له پاره عملي گامونه وانه خيستل سول، بلکي د پاکستان د علماوو شورا مشر چې د دې هیواد له خوا د پاکستاني پلاوي د مشر په توگه ياد سوی وو، اعلان وکړ چې په افغانستان کې انتحار جواز دی او ښه کار دی.»
تر دې مخکې د افغانستان، پاکستان او بریتانيا دولتي مشرانو تر منځ په لندن کې یوه غونډه شوې وه چې پکې د نورو تر څنگ پر دې خبره باندي موافقه شوې وه چې په کابل کې به د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ غونډه جوړه شي.
د پلان له مخې باید په دغه غونډه کې ځانمرگي بریدونه ناروا وگڼل شي. خو د پاکستان علماوو بیا وروسته په دې غونډه کې له گډون څخه ډډه وکړه. د پاکستان د علماوو مشر خو آن په افغانستان کې ځانمرگي بریدونه هم روا وگڼل.
کرزي ټینگار وکړ چې افغانستان به د پاکستان د علماوو د شورا مشر له خبرو څخه خپله نتیجه گیري وکړي. په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم وویل چې هغه دغه شان ټولي څرگندوني غندي چې ځانمرگي بریدونه روا گڼي:
«تر هر څه دمخه زه ټولي هغه څرگندوني غندم چې ځانمرگي بریدونه جواز گڼي. دغه ترهگر بریدونه هیڅ هم نه شي توجیه کولای.»
د ناټو سرمنشي یو وار وویل چې د ترهگری پر وړاندې جگړه کې د پاکستان همکاری ډیره اړینه ده. هغه وویل: «موږ تل له پاکستان او د دې هیواد له لښکر څخه غوښتي دي چې په سرحدي سیمو کې د ترهگرو پر وړاندې جگړه پيل کړي.»
«د افغانستان راتلونکي ټاکنې ډیري مهمي دي»
د ناټو مشر اندرس فوغ راسموسن، په دې خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان راتلونکي ټاکني د دغه وطن له پاره ډیري مهمي دي. هغه وویل چې په دغو ټاکنو کې باید ډیر کسان گډون وکړي او باید رنڼې وي:
«پر دې سربیره دا خبره هم مهمه ده چې افغان حکومت خپلي ژمني چې د قانون تحکیم، له اداري فساد سره مبارزه او د ښځو د حقوقو په شمول د بشري حقونو ملاتړ دي، پوره کړي. دا د افغانستان د ثبات او نړیوالي ټولني د ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره اصلي شرط دی.»
پاکستان هم د ترهگرۍ په اور کي سوځي
ولسمشر کرزي وویل چې اوس دا یوه واضیح خبره ده چې پاکستان له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې جدي گامونه نه اخلي. هغه زیاته کړه چې اوس د ترهگرۍ اور پخپله د پاکستان ملت هم سوځوي.
کرزي وويل: «په خواشینۍ سره موږ وینو چې د پاکستان ملت هم د ترهگرۍ په اور کې سوځي.»
ولسمشر کرزي په دې برخه کې د کوټي پېښو ته اشاره وکړه. هغه ټینگار وکړ چې هغه څوک چې د ترهگرو ملاتړ کوي، په تور لیست کې به شامل کړای شي.