1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان حکومت د فرانسوي توليداتو د تحريم غوښتنه منلې ده»

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د «تحريک لبيک پاکستان» ډلې د اسلام د پيغمبر د کاريکاتورونو پر ضد د احتجاج ختمولو اعلان کړی دی. دغي ډلې ويلي دي چې حکومت د فرانسوي توليداتو د تحريمولو په برخه کې د دوی غوښتنه منلې ده.

https://p.dw.com/p/3lOYF
Pakistan Khadim Hussain Rizvi, Tehrik-e-Labaik-Partei in Lahore
انځور: Reuters/M. Raza

د «تحريک لبيک پاکستان» ډلې وياند اعجاز اشرفي د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۷مه) د مظاهرو ختمولو اعلان وکړ. نوموړي د تليفون له لارې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ تر هغه وروسته د خپلو مظاهرو ختمولو اعلان کوو چې حکومت راسره يو تړون لاسليک کړ چې په رسمي توگه به فرانسوي توليدات تحريم شي.»

خو په دې اړه کوم حکومتي وياند سملاسي تبصرې ته حاضر شوی نه دی. د دغي ډلې له خوا د تړون يوه کاپي چې رويتزر ته وړاندې کړل شوې ده، د دوو وزيرانو، د يوه بل لوړ پوړي چارواکي او د تحريک لبيک ډلې د مشر له خوا لاسليک شوې ده.

په ځينو اسلامي هيوادونو کې د فرانسې د هغه غبرگون پرضد سخت احتجاجونه وشول چې په فرانسه کې د يوه ښوونکي پر وژل کيدو وښوول شو. دغه ښوونکي خپلو شاگردانو ته د درس په ترڅ کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتورونه ښکاره کړي ول. تر دې وروسته له هغه سر پرې کړل شو. پاکستان هم د دغه کاريکاتورونو بيا ځلي چاپيدل غندلي ول.

د پاکستان د حکومت او يادې ډلې ترمنځ تفاهمنامه کې دا شرط هم ايښول شوی دی چې د پاکستان پارلمان به په درو مياشتو کې دا پريکړه کوي چې آیا له دغه هيواد څخه د فرانسې سفير وشړي او که څنگه؟

د تحريک لبيک ډلې وياند وويل چې همداراز به ټول نيول شوي مظاهره کوونکي او د مظاهرو تنظيمونکي سملاسي آزاد کړل شي.

د يکشنبې په ورځ راولپنډۍ ښار ته څیرمه د دغي ډلي له خوا د رابلل شوې مظاهرې کابو ۵۰۰۰ گډونوالو اسلام آباد ته د داخليدو هڅه وکړه چې له امله يې چارواکو د راولپنډۍ او اسلام آباد ترمنځ لويه لاره وتړله. د رويترز خبري آژانس په حواله د دوشنبې په ورځ هم هلته کابو زر کسان راټول شوي ول. هغوی له حکومته له فرانسې سره د اړيکو پرې کولو او د فرانسې د سفير د شړلو غوښتنه کوله.

پاکستان له فرانسې سره په تیرکال کې د تقريباً ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ازرښت تجارتي راکړه ورکړه کړې وه. د مرکزي بانک د معلوماتو په حواله له دې څخه یې د ۴۲۲ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات او ۳۵۶ ميليونو ډالرو په ارزښت واردات دي.

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی يوه ډېره حساسه موضوع ده. په دغه هيواد کې اسلام او يا د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي سزا مرگ ده. خو په پاکستان کې د بشري حقونو مدافع ټولنې وايي چې مقدساتو ته د سپکاوي له قانون څخه زياتره وخت ناوړه گټه اخيستل کيږي.

د يکشنبې په ورځ د «تحريک لبيک پاکستان» ډلې چې مشري یې مولوي خادم رضوي کوي، د فرانسې پر ضد مظاهرو غږ وکړ. دا خبره هم د يادولو وړ ده چې خادم رضوي او ډلې یې تر دې دمخه هم په پاکستان کې د تاوتريخوالي ډکې مظاهرې کړي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې هم دې ډلې د پاکستان د سترې محکمې له خوا يوې عيسوۍ آسيه بي بي ته د برائت ورکولو پر ضد پراخې مظاهرې کړې وې. آسيه بي بي د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه وه.