د پاکستاني ملا د څرگندونو په اړه د کابل غبرگون
۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبهبي بي سي د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې د طاهر اشرفي له قوله ویل شوي ول، چې په افغانستان، کشمیر او فلسطین کې ځانمرګي بریدونه او جهاد روا دی. د پاکستان د علماو شورا مشر دغو څرګندونو بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت مشاور، رنګین دادفر سپنتا، د یکشنبې په شپه د «بازګشت شاه» نومې کتاب د مخ پرانیستنې په ویاړ جوړ شوې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.
دغه غونډه په کابل کې د افغانستان د مطالعاتو د ستراتيژیک انستیوت په نوښت جوړه شوې وه.
سپنتا پر دې خبره ټینګار وکړ چې دا فتوا د دې څرګندوي کوي چې د افغانستان د سوله خوښونکو خلکو ژوندانه ته اصلي ګواښ له کوم ځايه سرچینه اخلي.
د طاهر اشرفي دغه څرګندونو د افغانستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، علماو او مدني فعالینو تر منځ جدي غبرګونونه راپارولي دي.
استخباراتي اړخ
د افغانستان ديني عالمانو ویلي دي چې دغه شان بریدونه حرام دي. د دغه شورا غړو ویلي دي چې د پاکستان د علماو شورا مشر دغه فتوا د دغه هیواد د استخباراتي کړیو په لارښوونه کړې ده او د هغه فتوا استخباراتي اړخ لري.
ښاغلي سپنتا له ټولو سیاسي او مدني بهیرونو څخه وغوښتل چې د دغه فتوا پر وړاندې همغږي شي. هغه وویل: «زموږ اپوزیسیون، مدني ټولنه او روڼ آندي د خپلې خاورې د دفاع په خاطر وايي چې دغه لوی هیواد به په هیڅ صورت کې د هغو ځانمرګو برید کوونکو پر وړاندي چې دې ځای ته راستول کیږي پر ګونډو نه شي.»
ملي ایتلاف او د ملي جبهې په نوم د اپوزېسیون ډلګیو هم دغه فتوا غندلې ده او ویلي یې دي چې دغسې فتوا په جګړه کې د لا ډیر شدت رامنځ ته کیدو باعث ګرځي.
د پاکستان د علماو شورا مشر په داسې وخت کې دغه فتوا ورکړې ده، چې د دغه هیواد علماو په کابل کې د ديني عالمانو په نړيواله غونډه کې له گډون څخه ډډه کړې ده.
په پام کې وه چې د دواړو هیوادونو علما په دغه غونډه کې د ځانمرګي بریدونو او جهاد په اړه خپل نظرونه په ډاګه کړي وای.