د پاپ د استعفا په اړه نړيوال غبرگونونه
۱۳۹۱ بهمن ۲۴, سهشنبهد پاپ د استعفا تر اعلانیدو وروسته د نړۍ مشرانو د هغه د هلو ځلو ستاینه وکړه او ویویل چې د پریکړي درناوی یې کوي.
د پاپ بينديکت شپاړسم اصلي نوم یوزیف رتسينګر دي. هغه چې اصلا آلمانی دی په ۲۰۰۵ کال کې د کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه وټاکل شو.
د آلمان صدراعظمي انګيلا میرکل، د پاپ د کار ستاینه وکړه او ویویل چې د هغه د دې پریکړې درناوی کوي. میرکل په برلین کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د پاپ د پوهې ستاینه وکړه:
«کله چې اته کاله مخکې یوزیف رتسينګر د کاتولیکې کلیسا د مشر په توگه وټاکل شو، موږ په آلمان کې د خپل دې هیوادوال د ټاکنې له کبله وویاړیدو چې له څو پېړیو وروسته یو آلمانی د پاپ په توکه ټاکل شوی وو. موږ هغه ته د دې دندي په پر مخ وړلو کې بریالیتوب وغوښت. اوس چې پاپ تر ډیر غور وروسته، دې پایلې ته رسیدلی دی چې هغه د دې دندې د پرمخ وړلو کافي فزیکې قدرت نه لري، زه د هغه د دغې پریکړې درناوی کوم.»
د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک هم وویل چې د پاپ بينديکت شپاړسم پوهاوي هغه ترخپل تأثیر لاندي راوستی دی. ولسمشر زیاته کړه چې د پاپ د پریکړې درناوی کوي:
«د هغه د پریکړي پر وړاندې په دراناوي سره، د هغه له پاره له رحمت او روغتیا څخه ډګ ژوند غواړو.»
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم د پاپ بنيديکت شپاړسم له خوا د استعفأ تر اعلانیدو وروسته د هغه د تیرو هلوځلو ستاینه وکړه. اوباما په یوه بیانیه کې وویل: «کلیسا په متحده ایالاتو او ټولي نړۍ کې ډیر مهم رول لوبوي. زه د هغو کسانو له پاره د بریالیتوب هیله لرم چې په نزدې وخت کې به د پاپ د ځای ناستي د ټاکلو په اړه پریکړه وکړي.»
دا یوازې اروپا او امریکا نه وه چې د پاپ د استعفا د خبر پر وړاندې یې غبرګون وښود. په اسیا کې تر ټولو ډیرعیسوي نفوس لرونکي هیواد فلیپین هم د دغه خبر پر وړاندي غبرګون ښکاره کړ. د دغه هیواد مشر وویل چې دغه خبر هغه ډیر حیران کړی دی.
د فلیپین مشر زیاته کړه چې د پاپ د استعفا خبر د فلیپین اوسیدونکي خواشینې کړي دي ځکه د هغه په خبره، هغوی داسې احساس کاوه، لکه له خپل پلار سره چې د خدای پاماني کوي.
دا په داسي حال کې چې د فرانسې پر ولسمشر فرانسوا اولاند باندي له دې کبله نیوکې شوې دي چې هغه د پاپ بینديکت د استعفا د خبر پر وړاندې سم غبرګون نه دی ښوولي. هغه د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «فرانسه به د پاپ د ځای ناستې په توګه کوم نوماند وړاندي نه کړي.»
د فرانسوا د همدې خبرې له کبله پر هغه باندي د سه شنبې په ورځ سختي نیوکې شوي دي. منتقدین وایي چې فرانسوا اولاند دغه خبره د یوې ملنډې په توګه کړې ده.
د پاپ بنديکت شپاړسم په استعفأ سره اصلي پوښتنه دا ده چې څوک به د هغه ځای ناستی شي. دغي پوښتني ته ښايي په نزدې وختونو کې ځواب ورکړل شي.