1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په څلورو ورځو کې پاريس کې دوه مهاجر اوبو وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

مرستندويانو د پاريس ښار په شمال ختيځ کې د اوبو په يوه کانال کې د يو ځوان مهاجر مړی موندلی دی. پوليسو د اسنادو د نه شتون له امله د مړي هويت نه دی تثبيت کړی خو ځينو سرچينو او عيني شاهدانو ويلي دي چې مړ شوی کس افغان دی.

https://p.dw.com/p/2xWw7
Frankreich, Paris, Migranten leben in Kälte und Schnee
د آرشيف انځورانځور: Getty Images/J.Saget

د «انفو ميګرانتس» ويب پاڼه چې د مهاجرو په اړه معلومات خپروي د پولیسو له قوله ليکي، چې دغه مهاجر له۲۰ تر ۲۵ کلنۍ پوري دی. خبرځای زياتوي دغه کس د دوشنبې شپې تر نيمايي لږ وروسته خپل ځان د سن مارتين کانال اوبو ته غورځولی وو چې بيا په يوه لنډه فاصله کې ډوب شوی دی.

د سرچينې په حواله، دا په تيرو څلور وروځو کې دوهمه پيښه ده چې مرستندویان د پاريس په شمال ختيځ کې د اوبو له يوه کانال څخه د ډوب شويو مهاجرو مړی راباسي. «انفو ميګرانتس» ليکلي دي چې دغې پيښې يو ځل بيا د هغو مهاجرو د ځانې امنيت په اړه د خطر زنګ وهلی، چې د پاريس ښار په خپل سر جوړو هستوګنځايونو کې ژوند کوي. 

«مړ شوی کس افغان وو»

د مړ شوي مهاجر د هويت په اړه دقيق معلومات نه شته. پوليسو يې په اړه ويلي دي چې هغه له ځانه سره اسناد نه لرل. خو د فرانسې خبري آژانس د خپلو سرچينو په حواله رپوټ ورکړی دی چې مړ شوی کس يو افغان وو. په سن مارتين کې ميشتو ځينو افغان مهاجرو هم له مهاجر نيوز سره د خبرو پر مهال دغه خبره تائيد کړې ده.

Frankreich Calais Illegales Flüchtlingslager "Jungle"
د فرانسې په کاله کې د مهاجرو تر ټولو مشهور کمپ «ځنګل»انځور: DW/D. Cupolo

د فرانسې ملي شورا د پناه غوښتني سخت قانون تصويب کړ

د ایټالیې او فرانسې تر منځ د مهاجرو پر سر سرحدي جنجال

«انفو ميګرانتس» د مهاجرو له ډلې څخه د عيني شاهداونو له قوله ليکلي دي، چې مړ شوی مهاجر اوبو ته د ځان غورځني پر وخت تر الکولي فشار لاندې وو. په رپوټ کې ويل شوي دي چې ژغورونکې ډلې په چټکۍ د هغه د ژوغورنې په موخه اقدامات کړي ول، خو د پوليسو په وينا چې دغه هڅې ناکامې او ياد مهاجر د سه شنبې په ورځ يوه بجه او لسو دقيقو ساه ورکړه.

د پاريس ښاروالې انه هيدالګو په خپل ټويټر کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پلازمينې په شمال کې پراته مهاجر دې امن ځايونو ته وليږدوي. هغې تر دې وړادندې هم د دغو مهاجرو د احتمالي ځاني او امنيتي خطرونو په اړه خبره خبرداری ورکړی وو.

د پاريس ښاروالۍ انديښنه

انه هيدالګو په خپل ټويټر کې ليکلي دي: «ژوندونه د خطر په معرض کې قرار لري. حکومت بايد ډير ژر د پاريس له هستوګنځايونو څخه د مهاجرو د انتقال عمليات پيل کړي. دا يوه بشردوستانه دنده او په عين حال کې د عامه امنيت له پاره اړتيا ده. د پاريس ښاروالي تياره ده چې د حکومت د دغه اقدام ملاتړ وکړي».

تر دغې پيښي يوه ورځ مخکې، د یو بل ناپيژانده کس مړی سن دني کانال ته نژدې هم موندل شوی وو. سن ديني کانال هغه سيمه ده چې د مهاجرو پر خپل سر جوړ هستوګنځايونه پکښې دي. پوليسو ويلي ول چې د جسد خرابوالي د مړي د هويت تثبيت ناشونی کړی.

په پاريس کې نژدې ۱۵۰۰ مهاجر د سن دني کانال او په سلونو نور د سن مارتين کانال تر څنګ په خيمو کې ژوند کوي. د مهاجرو دغه خيمې په ځينو ځايونو کې له محافظتي ديواله پرته د سيند له اوبو څخه په نيم مترۍ کې درول شوي دي. په دغه ډول ځايونو کې د مخدره توکو استعمال او له امله ېې د مهاجرو د ژوند اخيستو د خطر امکانات هم ډير ليدل کيږي.

دلته د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم کتلای شئ!