د ټاکنو کمېسيون له بارکزۍ څخه د اعتصاب ختمولو غوښتنه کړې
۱۳۹۰ مهر ۱۹, سهشنبهسيمين بارکزۍ چي 30 کال عمر لري او د درو ماشومانو مور ده د هغو نهو افغان وکيلانو په ډله کي وه، چي د افغانستان د پارلمان څخه د درغليو په تور وايستل سول.
بارکزۍ د تيرو لسو ورځو را په دېخوا د خوړلو څخه ډډه کړې او وايي، ترهغو چي يو ځل بيا پارلمان ته نه وي تللې، هغه به د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر، فضل احمد معنوي، وويل، چي کمېسيون يي د هر ډول اسنادو خپرولو ته حاضر دی تر څو وښيي، چي د اغلي بارکزۍ په برخه کي ناسمه پريکړه نه ده سوې.
«کمېسيون د بارکزۍ په هکله خلکو او اړونده چارواکو ته د هر ډول اسنادو برابرولو ته چمتو دی. موږ هيله کوو، چي بارکزۍ به خپل د نه خوړلو اعتصاب ته ژر تر ژره د پای تکی کښېږدي.»
دا په داسي حال کي ده، چي د پارلمان يو شمېر نور وکيلان، چي د ټاکنو د کمېسيون د فيصلې له امله د پارلمان په غونډو کي ګډون نه کاوه، خپل دغه بايکاټ ته د پای ټکی کښېښود.
د شنبې په ورځ هم د افغانستان د روغتيا وزارت د بارکزۍ د روغتيا په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه. د دغه وزارت وياند، کارګر وويل، چي که بارکزۍ خپل اعتصاب پای ته و نه رسوي، نو د هغې روغتيا ته به تاوان ورسيږي.
د وزارت دغه وياند زياته کړې، چي کيدای سي د نه خوړلو دغه اعتصاب ددې عامل وگرځي چي بارکزۍ خپل پښتورګي له لاسه ورکړي.
بارکزۍ اوس مهال د افغانستان د پارلمان ودانۍ ته مخامخ په يوه سپينه خېمه کي خپل اعتصاب ته دوام ورکوي. د نه خوړلو اعتصابونه په افغانستان کي په خاصه توګه بيا د ښځو په منځ کي ډيرمعمول نه دي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل