د ټاکنو کمېسيون د يوناما وړانديز ومانه
۱۳۹۳ مرداد ۹, پنجشنبهپه داسې حال کې چې په افغانستان کې د یاغیانو د بریدونو کچه پر ډيرېدو او پکښي تلفات ډېر شوي دي، د دغه هیواد سیاسي کړکېچ چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د احتمالي درغلیو له کبله پیل شو، اوس هم دوام لري.
د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې ولسمشریزۍ ته کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هغه پروسیجر منلی دی چې له مخې یې پاکې او نا پاکې رایې سره بیلیږي. د دغه میکانیزم وړانديز تر دې دمخه د ملگرو ملتونو له خوا شوی وو.
په دې ترتیب سره به نو اوس د تفتیش شوو او تفتیشیدونکو رایو څخه د همدغه میکانیزم له مخي پاکي او ناپاکي رایې بېلي شي. د جون پر ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې په ټول افغانستان کې څه باندي اته میلیونه رایې کارول شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په منځگړیتوب د رامنځ ته شوي موافقې له مخې به په بشپړه توگه تفتیش شي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر (يوناما) مشر یان کوبيڅ، د دغه پر مختگ هرکلی کړی دی او هیله یې څرگنده کړې ده چې له دې سره به د رایو د تفتیش بهیر چې تر اوسه پوري تر پلان ډیر ورو پر مخ روان دی یو څه گړندی شي. هغه خبریالانو ته وویل: «هغه څه ته چې اوس اړتیا شته، هغه د ښکیلو اړخونو، نړیوالو څارونکو او کورنیو څارونکو پوره ښکیلتیا ده.»
کوبيڅ گواښ وکړ چې د رایو د تفتیش په بهیر کې ځنډ د افغانستان له پاره جدي ستونزي رامنځ ته کولای شي: «هر ډول ځنډ، هر ډول نا ډاډمنتیا د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت باندي منفي اغېزه لري.»
که څه هم پلان شوې وه چې په افغانستان کې د اختر پر پنځمه نوي ولسمشر ته واک وسپارل شي، خو اوس دغه نېټه د څه نا څه یوې میاشتي له پاره ځنډېدلې ده خو تر اوسه لا هم د لوړي مراسمو له پاره یوه نوې نېټه ټاکل شوې نه ده. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په دیموکراتیکه ټوگه له یوه ولسمشر څخه بل ته واک لیږدول کیږي.
د رایو د تفتیش بهیر په روانه اوونۍ کې د اختر د رخصتیو له کبله درول شوی وو خو یان کوبيڅ وویل چې هغه به بیرته د شنبې په ورځ پیل شي: «موږ به د تفتیش بهیر د شنبې په ورځ بیرته پیل کړو. موږ له کانديدانو او د هغوی له استازو څخه هیله لرو چې د پریکړي درناوی او همکاري وکړي.»
کوبيڅ د ټاکنیز بهیر د ژر تر ژره پای ته رسیدو په اړه هیله څرگنده کړه. هغه وویل: «دغه بهیر ډیر وخت نیولی دی او خلک یې په اړه په اندېښنه کي دي. کاروبار کم شوی دی او ډیري اقتصادي ستونزي رامنځ ته شوي دي.»
تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د تفتیش بهیر ورو گڼلي وو او ټینگار یې کړی وو چې کانديدان باید د ټاکنو پایلي ومني او تر بریا وروسته د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کړي. کیري زیاته کړې وه: «د سیاست وخت پای ته رسیدلی دی او د همکارۍ وخت رارسېدلی دی.»