1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپله پريکړه اعلان کړه

۱۳۹۰ مرداد ۳۰, یکشنبه

د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون نن د افغانستان د تير کال د پارلماني ټاکنو پر سر د را پورته سوي لانجې په اړه خپله وروستۍ پريکړه اعلام کړه.

https://p.dw.com/p/12Kny
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنويانځور: AP

دا پريکړه وروسته له هغه کيږي چي څو ورځي مخکي ولسمشر حامد کرزي د يو فرمان په ترځ کي د ټاکنيزو لانجو د حل اختیار د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړی.

د ټاکنو د کمېسيون د فيصلي له مخي به نهه تنه معترض نوماندان پارلمان ته ورځي او پر ځای به يې په همدې شمېر اوسني وکيلان خپلي دندي له لاسه ورکوي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي، چي نن يي په کابل کي د يوي خبري غونډي پر مهال دغه پريکړه اعلام کړه وويل، چي دوی دغه ګام د مجبوريت له مخي پورته کوي.

بدخشان، بغلان، فارياب، سمنګان، پکتيکا، زابل، هلمند او هرات هغه ولايتونه دي چي ترينه نهه تنه معترض نوماندان پارلمان ته لاره مومي.

په هغو کسانو کي چي دا ځل پارلمان ته ور پيژندل سوي يوازي يوه يې مېرمن او هغه هم د هرات له ولايت څخه آغلي رحيمه جامي ده.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو پر سر له تير څه کم يوه کال راهيسي د حکومت، قضايه او مقننو قوو تر منځ ناندرۍ رواني وي.

ددغو ناندريو د پای ته رسولو په موخه د روان کال په سر کي ولسمشر حامد کرزي يوې ځانګړي محکمي ته دنده ورکړه چي دغي کشالي ته يوه مناسبه حل لاره پيدا کړي.

معنوي وويل، چي دوی دغه پريکړه له ډيرو حقوقوي بحثونو وروسته کړي ده.

« دا پريکړه چې نن يي اعلاموو، له ټولو اړخونو سره تر خبرو وروسته سوې ده، موږ فکر کوو چي دا به يوه مناسبه حل لاره وي، تر څو را پورته سوي اوسنۍ لانجې خطمي سي، دا پريکړه د مجبوريت له مخې کوو، که نه نو موخو د ټاکنو د پايلو په اړه د تير کال په وروستيو کي خپله فيصله اعلام کړي وه.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس په وينا د اتو ولايتونو د غه نهه کسان ولسي جرگې ته معرفي سول.

هلمند- معلم ميرولي د محمود خان نورزي پرځای

بغلان- حاجي عاشق الله وفا د محمد ظاهر غني پرځای

هرات- رحيمه جامي د سمين بارکزۍ پرځای او نثاراحمد غوريانۍ د محمد رفيق شهير پرځای

فاريان- گل محمد پهلوان د شاکر کارگر پرځای

پکتيکا- محمود خان سليمان خيل د عبدالقدير پرځای

زابل- حميدالله توخي د عبدالحبيب انډيوال پر ځای

سمنگان- احمد خان سمنگاني د محمد طاهر زهير پر ځای

بدخشان- څارنوال عبدالروف د عبدالولي نيازي پر ځای

دغه پريکړه د معترضو نوماندانو له سخت غبرګون سره مخ سوي ده.

د دغو معترضينو يوه تن داود سلطان زوی دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چي دا پريکړه د اسلامي او شرعي محاکمو پر مخ د څپيړي ګزار دی چې دوی به يې و نه مني.

سلطان زوي ګواښ وکړ چي که چيري د ټول ټاکنو کمېسيون د محکمې پريکړه ناسمه بولي نو دا په خپله له قانون څخه سرغړونه ده.

په همدي حال کې د ولسي جرګي د اصلاح غوښتونکو د خوځښت يوه غړي کمال ناصر اصولي بيا د ټاکنو د خپلواک کميسيون ننۍ پريکړه له قانون سره په سمون کي او د دولت د دري ګونو قوو په خير وبلله.

د ټول ټاکنو د خپلواک کميسيون د نن ورځي پريکړه د ملي شورا له خوا غندل سوي ده .

ملي شورا په خپله ننۍ غونډه کې وويل، چې هيڅ يو نوی وکيل به شورا ته ور پرينږدي او له امنيتي ځواکونو يې غوښتي چې د نويو کسانو د ورتګ مخه ونيسي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ له لوري بيا د يوې اعلاميي د خپريدو په ترځ کې له دغه اعلام څخه چې د کميسيون له لوري سوی هرکلی سوی دی.

د فيفا مشرتابه ويلي دا چې د انتخاباتو د برخليک په اړه د ټاکنو کمېسيون پريکړه وکړه يو مثبت ګام دی.

خو لا هم داسي ښکاري چې د کمېسيون دغه پريکړه به هم د زړې لانجې د حل لاره نه وي.

ځکه ډيری معرضو کانديدانو په راتلونکو ورځو کې د سختو لارونونو ګواښ کړی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل