1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه پناه غوښتنې مرکه بايد څنګه وي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعه

په اروپا کې د پناه غوښتونکو له پاره لومړنۍ مرکه برخليک ټاکونکې ده او تر ډيره د هغه قبليده يا رديده ټاکي. وکيلان او حقوق پوهان وړانديز کوي چې د دغې مهمې مرکې له پاره د بشپړ چمتوالي نيول ډير اړين دي.

https://p.dw.com/p/2x9tT
Deutschland Berufsorientierungs- und Ausbildungsbörse (iBOB) in Cottbus
آرشيف انځور: Imago/Rainer Weisflog

د وکيلانو او حقوق پوهانو په وينا که يو پناه غوښتونکی خپلې لومړۍ مرکې ته ښه چمتو والی ولري نو ښايي په لومړي ځل د قبولېدو ښه چانس ولري. حقوق پوهان وړانديز کوي چي پناه غوښتونکي بايد خپلې لومړۍ مرکې ته ښه چمتو والی ونيسي تر څو په لومړۍ فيصله کي لا قبولي تر لاسه کړي او نه دا چي مرافعې ته يې اړتيا پيدا سي.

د غوراوي د مرکې له پاره چمتو والی

د ريفوکوم (RefuComm) په نوم سازمان په يونان کي د پناه غوښتونکو له پاره ډېر مفيد معلومات او ادرسونه لري. دغه سازمان پناه غوښتونکو ته د پناه غوښتنې پروسه ګام په ګام تشريح کوي.

په لومړي سر کي تاسو د اړوند هيواد د پناه غوښتنې ادارې د چارواکو له خوا د يو ليک يا تليفون له لاري خبرول کيږي چي ستاسو لومړۍ مرکې ته ورځ او نېټه ټاکل سوې ده. تاسو ته په دې ترڅ کي ويل کيږي چي د دغې مرکې له لاري به بيا فيصله کيږي چي ستاسو پناه غوښتنه مثبت او که منفي جواب تر لاسه کوي. خو دا چې د پناه غوښتونکو شمير زيات دی ښايي تاسو ته د لومړۍ مرکې له پاره وخت لږ په ځنډ درکړل شي.

د ريفوکوم سازمان وايي چي په يونان کي له ځينو پناه غوښتونکو څخه د لومړۍ مرکې په ترڅ کي غوښتل سوي دي چي هغوی خپل يو ليکل سوی دريځ هم مرکې ته وروړي. دا په داسي حال کي ده چي يوناني چارواکو د دې غوښتنه نه وي کړې. له همدې کبله ځان پوه او خبر کړئ چي ايا تاسو د خپلې پناغوښتنې د استدلال له پاره خپل ليکل شوي دريځ او دلايلو ته او يا مخکنۍ ډکي شوي فورمې ته خو به اړتيا نه لرئ.

Indonesien Überfüllung in Einwanderer-Internierungslager
وکيلان وړاندېز کوي که تاسو ناروغ ياست او مرکې له پاره ښه چمتوالی نه لرۍ، وې ځنډوئ - آرشيفانځور: picture-alliance/abaca/E. Permana

که تاسو يوه مېرمنه ياست او غواړئ چي يوه مېرمنه د مرکې پر وخت ستاسو ژباړونکې وي، نو تاسو د دې غوښتنه کولای شئ او د دا ډول ژباړونکي له خوا ژباړه ستاسو حق دی. په همدې توګه که يو نارينه ښه دليل ولري او غواړي چي يوازي يو نارينه يې ژباړه وکړي نو د دې حق لري.

د ژباړونکي درلودلو حق

تاسو بايد مرکه په خپله مورنۍ ژبه وکړئ. که تاسو په يوه بله ژبه حتی پوهېږئ خو باندي ډاډه نه ياست نو غوره ده چي په خپله مورنۍ ژبه مرکه ورکړئ. له دې کبله تاسو بايد د دې غوښتنه وکړئ چي اړونده چارواکي د مرکې له پاره تاسو ته داسي ژباړونکی برابر کړي چي ستاسو په مورنۍ ژبه پوره بلد او له هغې څخه درسته ژباړه وکولای سي.

تاسو کولای شئ د خپلې مرکې پر وخت له ځانه سره خپل د اعتبار او اعتماد وړ يو کس هم بوزي. خو دا چې تاسو له ځانه سره د بل کس بيولو اجازه لرئ او که نه په کار ده چې ډیر وختي له اړوندې ادارې څخه پوښتنه وکړئ او معلومات ترلاسه کړئ.

ستاسو څخه کومي پوښتني کيږي؟

ستاسو په مرکه کي به له ستاسو څخه وپوښتل سي چي شاليد مو څه دی او دا چي ستاسو په هيواد کي څه د دې لامل سول چي تاسو تېښتي ته اړ شئ. ستاسو څخه به دا پوښتنه وشي چي ايا تاسو هڅه وکړه چي په خپل هيواد کي خپل موقعيت يعني ځای بدل کړئ، او که مو دا کار کړی وي نو درڅخه پوښتل کيږي چي بيا څه وشول. همدا ډول به درڅخه وپوښتل شي چې تاسو ولي نه شئ کولای بېرته خپل هيواد ته ستون شئ.

کوښښ وکړئ چي خپل ځان د هغو سوالونو ځوابولو ته هم چمتو کړئ چي ښايي ستاسو له پاره دردوونکي وي.

دا ستاسو وظيفه ده چي تاسو خپلې ادعاوي ثابتې کړئ. په دې معنی چې تاسو بايد هغه حقايق په تفصيل سره وواياست چي ستاسو سره څه وشول. که امکان ولري نو تاسو بايد داسي شواهد وړاندي کړئ چي د ادعاؤ پخلی مو کوي. دغه شواهد جلا اسناد، انځورونه يا نور څيزونه کېدلای شي چي ثابته کړي چي تاسو نړيوالې ساتنې او پناه ته اړتيا لرئ او دا چي ستاسو د کورنۍ نژدې غړي څوک دي. کوښښ وکړئ چي د دغو اسنادو فوټوکاپي تر مخه لا واخلئ او يا کولای شئ چي په خپل ځيرک تليفون کې د دغو اسنادو انځورونه ولرئ.

Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
که تاسو يوه مېرمنه ياست او غواړئ چي يوه مېرمنه د مرکې پر وخت ستاسو ژباړونکې وي، کولای شئ!انځور: Getty Images/T. Lohnes

ستاسو څخه مرکه اخيستونکی چارواکی ستاسو مرکه او دلايل ثبتوي او په ځانګړې توګه ستاسو پر «انفرادي» قضيه بيا فيصله کوي چي ايا تاسو د نړيوالې ساتنې يا پناه مستحق ياست که نه. کوښښ وکړئ چي دقيق واوسئ او هر هغه معلومات چي مربوط وي وړاندي کړئ.

د اعتبار وړ دلايل او ارزونه

چمتو والی ونيسئ چي خپل داستان په تسلسل سره بيان کړئ او هومره چي ممکن وي جزيات بيان کړئ. خپل ټول داستان بيان کړئ او داسي مه کوئ چي صرف هغې برخي چي ستاسو په فکر مهمي وي بيان کړئ او نور پرېږدئ. ښايي دا مرسته وکړي چي تاسو مخکي له مخکي لا د خپلې کورنۍ د غړو نومونه او د هغوی عمرونه له ځان سره وليکئ.

که تاسو د خپلې ادعا د سپيناوي او اثبات له پاره کوم اسناد او ثبوتونه لرئ، نو هغه د مرکې پر وخت وړاندي کړئ. د «ريفوکوم» په وينا ليکونه، انځورونه، ديجيتل، انځوريز مواد، فيزيکي څيزونه لکه پر بدن ټپونه زخمونه او په همدې راز آوډيو يا ويډيويي ثبت سوي مواد کيدلای سي د ثبوت په توګه وړاندي کېدونکي اسناد وشميرل شي.

ښه دا ده چي تاسو مرکې ته ليکل سوي ياداښتونه يا نوټونه نه يوسئ ولي چي دا ښايي داسي تاثر پيدا کړي چي تاسو جوړ شوی يا اختراع شوی داستان بيانوئ. دا هم ستاسو سره مرسته کولای شي چي تاسو ليکل سوي د مهمو خبرو يادښتونه له ځان سره مرکې ته يوسئ. دا ډول نوټونه يا ياداښتونه ستاسو سره کومک کولای سي چي ستاسو مهمي خبري له ياد څخه نه وځي.

دا چي ستاسو خبري څومره د اعتبار وړ دي له دې څخه هم ارزول کېدلای شي چي ستاسو د کورنۍ نورو غړو په دې تړاو څه ډول معلومات او تفصيلات بيان کړي دي. که د يوې کورنۍ غړي د يوې پيښي په تړاو بېل او متفاوت يا ضد و نقيض معلومات وړاندي کړي نو دغه کار د هغوی د داستان ريښتونوالی تر پوښتنې لاندي راولي. کوم معلومات چي تاسو د مرکې پر وخت وړاندي کوئ نو هغه معلومات يا داستان بايد د اعتبار وړ او ممکن وي. داسي بايد نه وي چي تاسو داسي څه بيان کړئ چي هغه له عقل يا امکان څخه ليري وي.

Griechenland Flüchtlingsbüro
تر پناه غوښتنې سپارلو وروسته، اړونده اداره تاسو ته د مکتوب يا ټيلفون له لارې د مرکې وخت ټاکي - آرشيف انځور: picture alliance/NurPhoto/P. Tzamaros

هيڅ داسي معلومات په خپل داستان کي مه بيانوئ چي په بشپړه توګه رشتيا نه وي. د بېلګي په توګه که ستاسو جزيات لکه د نېټي معلومات نه وي په ياد نو له ځان څخه اټکل مه کوئ او فرضي معلومات مه وړاندي کوئ.

د پناه ډولونه

د ريفوکوم سازمان د اروپايي قوانينو له مخې د پناه د قبولۍ درې ډولونه يا اقسام يادوي: د لومړۍ درجې قبولي يا سياسي پناه، د دويمي درجې قبولي او پر بشري دلايلو ولاړه اقامه. د يادو هر قسم قبولۍ له پاره بېل شرايط شته، چي د ريفوکوم پر وېبپاڼه موندل کيږي.

د معلوماتو محرموالی

هر هغه څه چي تاسو يې په خپله مرکه کي بيانوئ هغه محرم معلومات دي. د پناه غوښتنې پر وخت ستاسو له معرفۍ څخه نيولې بيا په ټولو مرحلو کي ستاسو له خوا وړاندي شوي معلومات محرم ساتل کيږي. دغه معلومات ستاسو د هيواد د چارواکو يا بل کوم کس يا سازمان سره نه شريک کيږي.

تاسو بايد د مرکې پر وخت ځان تر فشار لاندي نه راولئ او په حوصله خپل داستان بيان کړئ او عجله مه کوئ. هومره وخت چي تاسو ورته اړتيا لرئ هغه واخلئ. که تاسو ناروغ ياست نو بيا کولای سئ په بله ورځ خپلې مرکې ته ادامه ورکړئ.

د مرکې پر وخت مطرح شوي پوښتنې او ستاسو ځوابونه ثبتيږي او ليکل کيږي. ليکل شوې بڼه يې بېرته تاسو ته ستاسو په ژبه لوستل کيږي او تاسو کولای شئ چي د دغې مرکې يوه کاپي په سمدلاسه توګه او يا ستاسو د پناه غوښتنې په تړاو تر فيصلې تر مخه وغواړئ.

Grenze Österreich Italien - Flüchtlinge Brenner Bahnhof
د خپلو ادعاو له پاره د اعتبار وړ اسناد او شواهدو وړاندې کول، له تاسو سره ښع مرسته کوي. انځور: picture-alliance/dpa/J. Groder

د پناه غوښتنې متخصص وکيل څنګه موندلای سئ؟

د اروپا د نورو هيوادونو په گډون په يونان او هسپانيا کي هم تاسو په وړيا توګه د قانوني مشورې تر لاسه کولو حق لرئ. درته سپارښتنه کيږي چي تاسو بايد له خپلې مرکې څخه تر مخه يو وکيل ته مراجعه وکړئ. تاسو له ځايي چارواکو او يا غېر دولتي مرستندويه سازمانونو څخه غوښتنه وکړئ چي تاسو ته وکيل پيدا کړي. د شخصي سپارښتنو پر اساس د وکيل انتخاب ښه نه دی. ځان ډاډه کړئ چي وکيل تاسو ته هوکړه وکړي چي ستاسو دوسيه پر غاړه اخلي. که هغه وخت نه لري نو ورڅخه د بل وکيل پوښتنه وکړئ او وپوښتئ چي بل چيري مرسته ترلاسه کولای سئ.

ريفوکوم د حقوقي مشورو او ملاتړ له پاره يو چيک ليسټ يا د غوره نقاطو ليکلړ چمتو کړی دی، چي په مرسته يې تاسو ياد حقوقي ملاتړ ارزولای شئ چي ستاسو اړتياوي پوره کولای شي که څنګه. له دغه ليکلړ څخه يو څو مهم ټکي لاندي درج شوي دي چي وکيل ستاسو سره بايد څنګه مرسته وکړي چي تاسو مرکې ته چمتو شئ:

ـ هغه بايد ستاسو څخه پوښتنې وکړي چي ستاسو د داستان په هکله سر خلاص کړي

ـ هغه بايد تاسو ته په روښانه توګه ووايي چي ستاسو له پاره به څه کوي

ـ هغه بايد ستاسو د هيواد په ځانګړتياؤ پوه او خبر اوسي او يا بايد ستاسو له مرکې څخه تر مخه ځان ستاسو د هيواد او ورسره تړلي شاليد په تړاو خبر کړي

ـ هغه بايد تاسو ته د پناه غوښتنې مهم اصطلاحات او ټکي تشريح کړي

ـ هغه بايد ستاسو سره ستاسو د مرکې عملي تمرين وکړي

ـ هغه بايد تاسو ته په کافي او اړينه اندازه وخت درکړي

ـ هغه بايد ستاسو سره پر دې خبري وکړي چي کوم ثبوتونه تاسو وړاندي کولای شئ

ـ هغه بايد د مرکې څخه تر مخه او وروسته په تړاو ستاسو د حقونو معلومات درکړي

ـ هغه بايد تاسو ته تشريح کړي چي که ستاسو پناه غوښتنه رد شي نو تاسو څه کولای شئ او څنګه مرافعې ته تللای شئ

Marion MacGregor

پر اړونده موضوع يو انځوريز البوم - آرشيف: