«د يونان په موريا کمپ کې ۲ زره ماشومان دي»
۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبهپه آتن کې د بې پولې داکترانو یوه چارواکي اپوستولوس وايسيس، د سه شنبې په ورځ وويل چې د ليسبوس ټاپو په موريا کمپ کې چې اوس پکښې تر حد زيات مهاجر ميشت دي، څه باندې ۲۰۰۰ تنه يې ماشومان دي. د سرچينې په حواله په دغو ماشومانو کې ۴۳۲ تنه يې بې سرپرسته دي.
داکتر و ايسيس وويل: «کوم ناروغان چې موږ په سيمه ايز روغتون کې تر خپل پوښښ لاندي لرو، ۵۲ سلنه يې ۵ کلنۍ ته نه دي رسېدلي.»
د ماشومانو د لوړ شمير ترڅنګ، په دغه کمپ کې ډيري اميدواره ښځې هم ژوند کوي. پر دې سربيره، په رواني ناروغيو اخته شاوخوا ۵۰۰ کسان چې په ليست کې نيول شوي دي، د خپلې درملنې په تمه دي.
داکتر وايسيس د موجودو ستونزو لامل د يوې ښې سياسي ارادې نه شتون بللی. هغه ادعا کوی چې د مهاجرو موضوع په تړاو د اروپايي اتحادیې او ترکيې تر منځ شوی تړون د ستونزو د هوارۍ پرځای، له هر اړخه وضعيت لا قید کړی دی.
اروپايي اتحاديې او ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې يو تړون لاسليک کړ، څو د بالکان او آژه سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخنیوی يې کړی وی.
تر تړون وروسته، اروپا ته پر يادو لارو د تلونکو مهاجرو په شمير کې ډير کمښت راغلی، خو تر څنګ يې ټول هغه مهاجر چې د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيږي هم دې ته اړ کړي چې خپل د پناه غوښتني یونان ته وسپاري.
د رپوټ پر اساس، د يونان د مهاجرت په اداره کې د پناه غوښتنې چاري ډيري سستې پر مخ ځې. دغه کار مرسته کړې ده چې د نويو مهاجرو په رسيدو سره په کمپونو کې رش نور هم ډير شي. د موريا کمپ چې په اصل کې د ۲۳۳۰ تنو له پاره جوړ شوی دی د چارواکو په وينا اوس پکښې ۵۵۰۰ مهاجر اوسيږي.
dpa axa(K.S/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: