د يورو زون د رئيس ټاکلو پر سر موافقه وسوه
۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعهد آلمان صدراعظمي انګيلا میرکل د پنجشنبې په ورځ د فرانسي پلازمېني پاریس ته سفر وکړ. د میرکل د سفر موخه د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د یورو زون پر اقتصادي پالیسو بحث او غور کول ول.
د دواړو هیوادونو مشرانو د يورو زون د اقتصادي پالیسي د اندیښنو د لمنځه وړلو په موخه د دغه زون له پاره د یو عمومي مشر د ټاکلو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
د ۱۷غړو هیوادونو د خزاني د وزیرانو له جملي څخه یو تن د يورو د زون مشري کوې، چې دغه دنده اوسمهال د هالینډ هیواد د خزانې وزیر ډیشی بلوم تر سره کوي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، له میرکل سره تر لیدني کتني وروسته د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: « موږ پر دې خبره سره سلا سو، چې د یورو زون د یوه عمومي مشر په موجودیت کې به ډیري غونډي ترسره شي.»
اولاند دا هم وویل چې د يورو زون د عمومي مشر واک باید لا زیات کړای شي. د جرمني ضدراعظمي انګيلا میرکل بیا وویل :«موږ د اقتصادي پالیسيو له پاره لا زیاتي همغږۍ ته اړتيا لرو، په ځانګړي توګه د یورو په ګروپ کې.»
میرکل د سپما پر پالیسۍ ټینګار درلود په داسي حال کې چې اولاند بیا د اقتصادي ودی د پراختیا موضوع ته لومړيتوب ورکاوه. خو سره له دې هم دواړو مشرانو په دې برخه کې د اختلافاتو د لیری کولو هڅه کوله، چي د راتلونکي میاشت په پای کې د اروپايي ټولنۍ په ځانګړې غونډه کې له یوه ګډ دریځ سره را څرګند شي.
د فرانسي د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته دا لومړې ځل دی چې اولاند د جرمني له لومړۍ وزیرۍ سره د اقتصادي پالیسو په برخه کې د دومره نژدو ګډو همکاریو څرنگدونه کوي.
د میرکل او اولاند تر منځ دغه ليدنه کتنه د « لوور» په نامه د پاریس په یو میوزیم کې پيل شوه. په دغه موزيم کي هغوی د۱۸۰۰کال څخه تر ۱۹۳۹کاله پوري د جرمني هیواد هنري آثار ولیدل.
په پاریس کې د خبري کنفرانس پرمهال میرکل دا هم وویل: «موږ فرانسې ته د ۳،۰ په اندازه کسر «د دغه هیواد د ناخالص تولید» په برخه کې دوه کاله نور هم وخت ورکولو ته تیار یو، او د دې ترڅنګ دا هیله هم لرو چي اصلاحات رامنځته شي، دا دواړه شیان لازم او ملزوم دي.»
اولاند په فرانسه کې د بې روزګارۍ د کچې د کمولو اراده هم څرګنده کړه. په بې کارۍ په برخه کي د مارچ او اپریل په میاشتو کې ۱،۲ سلنه زیاتوالۍ راغلۍ دی. د پنجشنبې په ورځ د خپرو شوو ارقامو پر اساس په فرانسه کې د ثبت شوو بیکاره کسانو شمیر ۳۲ لکه ۶۴ زره او ۴۰۰ سوو تنو ته رسیږي.