د ولسمشرۍ ماڼۍ: د رباني قاتل پاکستانی و
۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبهدغه اعلاميه، چي د پکشنبې په ورځ خپره سوې راغلي، چي د رباني د وژونکي د پيژندی په اړه جوړ سوي کمېسيون افغان ولسمشر حامد کرزي ته د خپلو پلټونو په اړه معلومات ورکړي دي.
اعلاميه کاږي، چي داسي اسناد په لاس راغلي او هغه څوک چي ددې پيښه په اړه نيول سوې اعتراف کړی، چي دا ثابتوي، چي د رباني د وژلو پلان د پاکستان په کوټه کي جوړ سوی و.
په اعلاميه کي راغلي« هغه څوک چي پر برهان الدين رباني باندي يې ځانمرگي بريد تر سره کړی پاکستانی تبعه و او په چمن ښار کي يې ژوند کاوه.»
ولسمشرحامد کرزي د باني تر ترور وروسته يو کمېسيون و ټاکي چي مشريي يې د دفاع وزير جنرال عبدلرحيم وردگ کوي تر څو په اړه يې جدي پلټني وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼی دفتر دغه راز ويلي دي، چي د رباني د ترور په اړه يې ټول اسناد او شواهد چي د ترور د عاملينو په اړه راټول کړي د پاکستان حکومت ته هم سپارلي دي تر څو د اسلا آباد حکومت په پيښه کي شکېل کسان ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.
په اعلاميه کي زياته سوې، چي هغه اسناد چي دوی ته په لاس ورغلي په هغو کي، د اوسيدو ځايونه، پيژندنه او د تليفون شمېرې ټولي شاملي دي.
ولسمشر کرزي د رباني تر وژل کېدو وروسته د طالبانو سره د سولي په خبرو کي ځنډ راوستی او ويلي يې دي، چي پر دې ستراتيژي به له سره غور وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي ويل کېده چي ځانمرگي داسي يو کس و چي هغه ډير ځان اعتباري پيژندلی و او تقريباً څو ورځي د افغانستان د حکومت په مېلمستون کي و.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: بريښنا صابر