د ولسمشرۍ له پاره کانديدانو لنډه پیژندنه
د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره اته تنه کانديدان سيالي کوي. نن د شنبې ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۵) نزدې ۱۲ ميليونه هغه افغانان چي د رايو ورکولو شرايط يې پوره کړي دي په دغو اتو تنو کي د خپل خوښي کانديد ته اريه ورکوي.
اشرف غني احمدزی
په ۱۹۴۹ کال کې په لوگر ولایت کې زیږدلی دی. غني په امریکا کې لوړې زده کړې کړې او په همدې ځای کې یې د «پي اچ دي» علمي رتبه ترلاسه کړې. غني په متحده ایالاتو کې د پوهنتون استاد وو او په نړیوال بانک یې د مشاور په توگه کار کړی دی. اشرف غني احمدزی په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان د مالیې وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهیر د مشر په توگه کار کړی دی.
زلمی رسول
په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر شو. تر دې نیټې مخکې هغه د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر کرزي مشاور وو. رسول د طب په برخه کې په فرانسې کې زده کړې کړي او د انگلیسي، فرانسوي، ایټالیاوي په گډون په شپږو ژبو خبرې کولای شي. رسول د افغانستان له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره اړیکې لرلې او له همدې کبله یې د افغانستان د لویې جرگې په جوړولو کې نقش لاره. هغه په ۱۹۴۳ کال کې په کابل کې زیږدلی دی.
عبدالرب رسول سیاف
د افغانستان د اسلامي اتحاد مشر دی. هغه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو او ډاکټر نجیب الله د حکومت پر ضد جگړه کې فعاله ونډه لرله. سیاف د کابل پوهنتون د شریعاتو په پوهنځې کې زده کړې دي او بیا یې ماستري د مصر له الازهر پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. هغه له ۲۰۰۷ کال راهیسې د افغانستان د پارلمان غړیتوب لري. عبدالرب رسول سیاف په ۱۹۴۶ کال کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
عبدالله عبدالله
په ۱۹۶۰ کال کې د افغانستان په پلازمینه کې زیږدلی دی. د طب په برخه کې یې زده کړې کړې دي او د احمدشاه مسعود مشاور وو. عبدالله له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۰۵ کاله پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وو او په ۲۰۰۹ کال کې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې گډون وکړ. هغه په دغو ټاکنو کې له ولسمشر کرزي سره دویم پړاو ته ووت خو په دې پړاو کې یې له گډون څخه ډډه وکړه.
قطب الدین هلال
هلال د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ګوند لوړپوړی غړی وو. هغه د دغه گوند د سیاسي کمیټې د مشر په توگه کار کاوه. اوس هم د گلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي ګوند یو شمیر غړي له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره به جګړه کې ښکیل دي، خو یو شمیر نور غړي او لوړپوړي چارواکي یې بیا د سولې د پروسې له لاره د افغانستان په سیاسي بهیر کې ښکیل شوي دي.
گل اغا شیرزوی
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته یې د کندهار او ننگرهار ولایتونو د والي په توگه دنده ترسره کړې. پر دې سربیره هغه د یوې مودې له پاره د ولسمشر کرزي په کابینې کې وزیر هم وو. شیرزوی له خپل پلار سره په افغانستان کې د پخواني شوري ځواکونو پر ضد جگړه کې برخه لرله. هغه په ۲۰۰۹ کال کې هم په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نومولی وو خو بیا وروسته د ولسمشر کرزي په گټه له خپلې نوماندي تیر شو
هدایت امین ارسلا
په ۱۹۴۳ کال کې په کابل کې زیږدلی او د اقتصاد په برخه کې یې د جورج واشنګټن له پوهنتون څخه دوکترا ترلاسه کړې. د یوې لنډې مودې له پاره د مجادینو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وو. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته یې د تجارت ما مالیې د وزیر ته توګه دنده ترسره کړې ده. هغه همداراز د یوې مودې له پارد د ولسمشر کرزي مشاور وو. هدایت امین ارسلا په ۲۰۰۹ کال کې هم د ولسمشري له پاره ځان نومولی وو.
محمد داود سلطان زوی
داود سلطان زوی د غزني ولايت اوسېدونکی دی. هغه په پارلمان کي د غزنی استازی وو. سلطان زوی مخکي له دې چي سياست ته مخه کړي پيلوټ وو.