د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا وځنډید
۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، په دې اړه وویل: «لومړنۍ پایلې به سبا [د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه] اعلان نه شي تر هغه وخته پورې چې تخنیکي ستونزې نه وي حل شوې.»
تر دې مخکې د رویترز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې ښايي د پایلو اعلان وځنډیږي ځکه په ټاکنو کې د ولسمشر غني یو اصلي رقیب، عبدالله عبدالله د رایو د بیا شمیرنې له بهیر څخه د وتلو ګواښ کړی وو.
ms/sn (reuters)